د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ رياض كښې د انصاف لپاره دويم نړيوال کنفرنس كښې ګډون

رياض / اسلام آباد 24نومبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په رياض كښې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې كيدونكي د انصاف لپاره دويم نړيوال کنفرنس كښې د پاکستاني پلاوي مشري كړي۔ دوه ورځني کنفرنس كښې د 40 څخه د زياتو هېوادونو وزيرانو ، فقهاﺀ او قانوني پوهانو د عدالتي معيار ښه كولو، ډيجيټلائزيشن او نړيوالي قانونو مرستي ته ودې …

رياض / اسلام آباد 24نومبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په رياض كښې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې كيدونكي د انصاف لپاره دويم نړيوال کنفرنس كښې د پاکستاني پلاوي مشري كړي۔ دوه ورځني کنفرنس كښې د 40 څخه د زياتو هېوادونو وزيرانو ، فقهاﺀ او قانوني پوهانو د عدالتي معيار ښه كولو، ډيجيټلائزيشن او نړيوالي قانونو مرستي ته ودې وركولو په چارو غور وكړو ۔د وزارت وياند له مخې د کنفرنس په مهال د قانون وفاقي وزير ګڼ مهم دوه اړخيزه ملاقاتونه هم وكړل ۔تر ټولو مهم ملاقات د سعودي عرب د انصاف وزير وليد محمد السماني سره وشو چې پكښې د پاکستان او سعودي عرب د عدالتي تربيت، قانوني اصلاحات او ټيکنالوجي په څانګه كښې مرستي زياتولو له تاريخي د مفاهمت يادداښت (ايم او يو) لاس ليك شو ۔سينيټر اعظم نذير تارړ د اسلامي جمهوريه ايران د انصاف وزير ډاکټر امين حسين رحيمي سره هم ملاقات وکړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او مرسته د خيالاتو څركندونه وشوه ۔د قانون وفاقي وزير د ترکيې د انصاف وزير يلمز تنک سره هم ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو عدالتي نظام په جديد کارۍ، د كار استعداد په زياتولو او د قانوني ټيکنالوجي د تبادلې د امکانات جاج واخستلے شو۔دې نه ځانله سينيټر اعظم نزير تارړ د جمهوريه آذربائيجان د انصاف وزير فريد احمدوف سره هم ملاقات كښې د دوه اړخيزه قانوني فريم ورك په پراختيا، شريكو تګلارو ته په وده وركولو او عدالتي تعليم كښې د مرستي زياتولو په اړه خبري وشوي۔په دې موقع د قانون وفاقي وزير د انصاف په څانګه كښې نړيوالي مرستي ته ودې وركولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں