اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) نړیوالو تنظيمونو په افغانستان کښې د فعاله ترهګرو شبکو په اړه خبردارے ورکړے دے٬ د شنګهائی مرستې تنظيم (اېس سي او) کښې نړیوالو چارواکو د پاکستان د دریځ ملاتړ کړے دے. د تفصيلات له مخې د افغانستان د مجلې "افغانستان انټرنېشنل" په یو راپور کښې وئیلې شوي دي د اېس سي او چارواکو خبردارے ورکړے چې ترهګرې ډلې په افغانستان کښې ډیرې فعاله دي۔ د اېنټي …
افغانستان د ترهګرۍ مرکز ٬ د سیمې سولې او ثبات لپاره یو جدي خطر

مزید خبریں
اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) نړیوالو تنظيمونو په افغانستان کښې د فعاله ترهګرو شبکو په اړه خبردارے ورکړے دے٬ د شنګهائی مرستې تنظيم (اېس سي او) کښې نړیوالو چارواکو د پاکستان د دریځ ملاتړ کړے دے. د تفصيلات له مخې د افغانستان د مجلې “افغانستان انټرنېشنل” په یو راپور کښې وئیلې شوي دي د اېس سي او چارواکو خبردارے ورکړے چې ترهګرې ډلې په افغانستان کښې ډیرې فعاله دي۔ د اېنټي ټېررسټ اسټركچر مشر اولربیک شارشییف خبردارے ورکړے چې د نړیوالو ترهګرو ډلو فعالیتونه په افغانستان كښې زیات شوي دي۔ په افغانستان کښې فعاله ترهګرې ډلې د دریمې نړۍ جعلي دستاوېزات كاروي۔ د آزاد رياستونو د ترهګرۍ مخنيوي تنظيم مشر یوجینی سسویف وئيلي دي ترهګرې ډلې په افغانستان كښې خپل فعاليتونه زياتوي۔ د ’’افغانستان انټرنېشنل‘‘ له مخې د اېس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ اسټرکچر 11م كنفرنس په تاشقند كښې په 20-21 نومبر وشو۔ په كنفرنس كښې د ملګرو ملتونو ٬ په اروپا كښې د سكيورټي او مرستې تنظيم ٬ انټرپول او نورو نړيوالو تنظيمونو استازو ګډون وكړو۔ په كنفرنس كښې د وګړو په انتها خوښې شبكو كښې شاملېدو څخه په منع كولو او د سائبر سكيورټي خطرو په مخنيوي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا خبره دې ياده وي په افغانستان كښې په فعاله ترهګرو ډلو نړيواله اندېښنه د پاكستان د دريځ بريا ده۔











