صنعا۔ 24 نومبر (اے پي پي) د يمن پايه تخت كښې د صنعا خوثيانو په ولقه كښې يو عدالت 17 كسان د غېر ملكي حكومتونو د جاسوسۍ مجرمان ګرځولې دي او هغوي ته يې د مرګ سزا اورولې ده۔ د غېر ملكي ايجسنيو د ځايي عملې خلاف د كلونو نه روان د حوثي ياغيانو كرېك ډاون كښې دا تازه پېشرفت دے۔ د العربيه تر مخه د حوثيانو تر سېوري لاندې …
يمن كښې حوثي عدالت د جاسوسۍ په تور 17 كسانو ته د مرګ سزا واوروله

مزید خبریں
صنعا۔ 24 نومبر (اے پي پي) د يمن پايه تخت كښې د صنعا خوثيانو په ولقه كښې يو عدالت 17 كسان د غېر ملكي حكومتونو د جاسوسۍ مجرمان ګرځولې دي او هغوي ته يې د مرګ سزا اورولې ده۔ د غېر ملكي ايجسنيو د ځايي عملې خلاف د كلونو نه روان د حوثي ياغيانو كرېك ډاون كښې دا تازه پېشرفت دے۔ د العربيه تر مخه د حوثيانو تر سېوري لاندې سبا نيوز ايجنسۍ مطابق په پايه تخت صنا كښې د خاص فوجدارۍ عدالت دا پرېكړه واوروله۔ عدالت يو سړي او يوې مېرمن ته د 10 كاله زندان سزا هم واوروله او يو كېس يې بري كړو۔ په سزا شوو كښې ځېنې مدعا علېهان وكيل عبدالباسط وئېلي دي چې د خالي په ورځ د شوې فېصلې خلاف اپيل كېدې شي ۔ مدعا علېهان دښمنانو ته د رياستي لارښودوو په درځنونو ځايونه او د تګ راتګ تر دې چې مېزائلو په اړه هم معلومات وركړي ٬ د كومو په سبب جې پوځي ٬ امنيتي او سوېلين ځايونه په نښه كړے شوي او د هغې په نتيجه كښې په درځنونو خلق مړه او بنيادې ډهانچه په پراخه توګه تباه شوې ده ۔سبا اطلاع وركړې ۔ ياد دې وي د ايران مرستياله ډلو په 2014 كښې پېل شوې د يمن كورنۍ جهګړې په مهال په زرګونو كسان بنديوان كړې دي چې پكښې په جون مياشت كښې په حراست كښې اغستلې شوي د ملګرو ملتونو د عملې غړي هم شامل دي۔











