اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د سرکاري ملکيتي ادارو په اړه د کابينه کميټۍ په مهمو سركاري ادارو كښې د کليدي تقرريو اوربورډز بيا د سره بيا تشکيلولو منظوري وركړې ده ۔ د خزانې وزارت وياند له مخې د سرکاري ملکيتي ادارو په اړه د کابينه کميټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، خالد …
د سرکاري ملکيتي ادارو په اړه د کابينه کميټۍ مهمو سركاري ادارو كښې د کليدي تقرريو اور د بورډز بيا تشکيلولو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د سرکاري ملکيتي ادارو په اړه د کابينه کميټۍ په مهمو سركاري ادارو كښې د کليدي تقرريو اوربورډز بيا د سره بيا تشکيلولو منظوري وركړې ده ۔ د خزانې وزارت وياند له مخې د سرکاري ملکيتي ادارو په اړه د کابينه کميټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، خالد حسېن مګسي، د اړوندو وزارتونو، ډويژنز او ريګوليټري ادارو سيکريټريز او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د فنانس ډويژن، ميري ټائم افيئرز ډويژن، پيټروليم ډويژن او صنعت او پيداوار ډويژن لخوا په وړاندې كړو سمرو غور وكړے شو او د وړاندې كړي ايجنډا آئټمز منطوري وركړې شوه چې پكښې د فنانس ډويژن لخوا زرعي ترقياتي بينک لميټډ (زيډ ټي بي اېل) بورډ لپاره د يو آزاد ډائريکټر تقرري، د ميري ټائم افيئرز ډويژن په تجويز د پورټ قاسم اتھارټي کراچۍ بورډ كښې د آزاد ډائريکټرز تقرري او د پيټروليم ډويژن لخوا د سوئي ناردرن ګيس پائپ لائنز لميټډ بورډ كښې په خالي چوكۍ نامزدګي شامله وه۔











