اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د جناح ميډيکل کمپليکس منصوبه به نه يوازې پاکستان بلكې په ګرده منطقه د صحت څانګه كښې مثالي منصوبه وي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبرې ده د جناح ميډيکل کمپليکس (جے اېم سي) د بورډ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د بورډ غړو …
د جناح ميډيکل کمپليکس منصوبه به نه يوازې پاکستان بلكې منطقه كښې د صحت مثالي منصوبه وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جناح ميډيکل کمپليکس بورډ غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د جناح ميډيکل کمپليکس منصوبه به نه يوازې پاکستان بلكې په ګرده منطقه د صحت څانګه كښې مثالي منصوبه وي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبرې ده د جناح ميډيکل کمپليکس (جے اېم سي) د بورډ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د بورډ غړو او د اړوندو ادارو اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل جناح ميډيکل کمپليکس منصوبه به زمونږ د ټولو په مشترکه هلو ځلو ډېره زر بشپړه شي٬ دا منصوبه به نه يوازې پاکستان بلكې په ګرده منطقه كښې د صحت څانګه كښې مثالي منصوبه وي۔ وزيراعظم د جناح ميډيکل کمپليکس جوړولو په بېلو پړاٶنو كښې په تکنيکي مرسته كولو د آغا خان پوهنتون مننه وكړه۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې جناح ميډيکل کمپليکس د دارو درملو د ټولو مركزونو كار دې تند كړے شي۔ په غونده كښې د جے اېم سي بورډ د جناح ميډيکل کمپليکس منصوبې جوړولو په ټولو پړاٶنو كښې د وزيراعظم لخوا د پرله پسې مرستې او لارښوونې مننه وكړه۔ غونډې ته ووئيل شول جناح ميډيکل کمپليکس كښې نه يوازې طبي خدمات بلكې د نړيوال معيار طبي تربيت، تعليم او تحقيق لپاره اړين سهولتونه وركولو لپاره كار په تندۍ سره روان دے، د جناح ميډيکل کمپليکس د نړيوال معيار له مخې تر سره كولو لپاره به د جديد ټيکنالوجۍ د لارې تحقيق او د مصنوعي زېركتيا سره د روبوټکس كارول باوري كولې شي۔











