اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد په برآمد كوٶنكو ايکسپورټ ډويلپمنټ سرچارج ختمولو او ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ د تېرو پنځو كالو د تهرډ پارټي آډټ امر كولو سره وئيلي دي د هېواد برآمدات زياتولو لپاره صنعت کارو ته هر ډول ممكنه آسانيو وركولو ته پاملرنه كوٶ، د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ غير متعلقه او غير منطقي استعمال په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دے۔ …
د هېواد برآمدات زياتولو لپاره صنعت کارو ته هر ډول آسانۍ وركولو ته پاملرنه كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد په برآمد كوٶنكو ايکسپورټ ډويلپمنټ سرچارج ختمولو او ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ د تېرو پنځو كالو د تهرډ پارټي آډټ امر كولو سره وئيلي دي د هېواد برآمدات زياتولو لپاره صنعت کارو ته هر ډول ممكنه آسانيو وركولو ته پاملرنه كوٶ، د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ غير متعلقه او غير منطقي استعمال په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبرې وزيراعظم شهباز شريف د هېواد په برآمدات كښې زياتوالي لپاره د ذيلي وركنګ ګروپ سفارشات په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې٬ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، محمد اورنګزيب، جام کمال ، ډاکټر مصدق ملك، علي پروېز ملك، د خزانې وزير مملکت اظهر بلال کياني، د اېس آئي اېف سي چيئرمېن او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د ذيلي ورکنګ ګروپ چيئرپرسن مصدق ذوالقرنين د ټولو غړو په موجودګۍ كښې په هېواد كښې د برآمدات زياتوالي لپاره د څانګې د تحقيق نه پس خپل سفارشات وړاندې كړل۔ وزيراعظم د ورکنګ ګروپ د كار ستائنه وكړه او په سفارشات ئې په مثبت ډول غور كولو سره ټولو اړوندو ادارو ته په سمدستي توګه د اقدامات موثره احكامات جاري كړل۔ وزيراعظم د هېواد په برآمد كوٶنكو لګولے شوے د ايکسپورټ ډويلپمنټ سرچارج په سمدستي توګه د ختمولو او د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ د تېرو پنځو كالو د نړيوال معيار له مخې د تھرډ پارټي آډټ كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ كښې د موجوده رقم په ښه ډول استعمال لپاره نجي څانګې څخه دې مناسب چيئرمېن وټاكلے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې په ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ كښې موجود رقم دې نه يوازې د هېواد برامدات كښې زياتوالي٬ اړوند ريسرچ اينډ ډويلپمنټ، د برآمدي څانګې افرادي قوت هنر مندۍ، تربيې او د نړيوال معيار جديد سهولتون لپاره استعمال كړې شي، د هېواد په برآمدات كښې زياتوالي لپاره د ټي ډي اے پي د کردار اصلاحاتي جاج دې واغستلې شي او تشکيل نو دې وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ له مخې د روان پروګرام او د ټولو سکيمونو هم د تھرډ پارټي اډټ وكړئ۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د پاکستان د برآمدي څيزونو تشهير د وفاقي حکومت ذمه داري ده، د هېواد برآمدات زياتولو لپاره صنعت کارو ته هر ډول ممكن آسانيو رسولو ته حكومت په وړومبۍ پام لرنه كوي۔











