د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني پېښور كښې د ايف سي په هيډكوارټر د ځانمرګي بريد غندنه وكړه

اسلام آباد۔24نومبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني پېښور كښې د ايف سي په هيډكوارټر د شوي ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا بزدلانه كاروائۍ د هېواد امن٬استحكام او د مېړنو امنيتي ځواكونو حوصلې كمزورې كولو لپاره ناكامه هڅه ګرځولو سره ووئيل ترهه ګر د كوم رعايت مستحق نه دي۔د سينيټ چيئرمين سيد …

اسلام آباد۔24نومبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني پېښور كښې د ايف سي په هيډكوارټر د شوي ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا بزدلانه كاروائۍ د هېواد امن٬استحكام او د مېړنو امنيتي ځواكونو حوصلې كمزورې كولو لپاره ناكامه هڅه ګرځولو سره ووئيل ترهه ګر د كوم رعايت مستحق نه دي۔د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني شهيدو شوو ايف سي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي قام به د خپلو مېړنو ځوانانو قربانۍ تل يادې ساتي۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې وركړي او د هغوي كورنۍ له دې د زغم او ژوبل شوو ته زر روغ صحت وركړي۔سيد يوسف رضا ګېلاني اړوندو ادارو ته هدايت وكړو چې ژوبل شوو ته ښې طبي آسانۍ وركړئ او د پېښې بشپړه پلټنې كولو سره ذمه دار عناصر د قانون سره مخ كړئ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د قام عزم د وړاندې نه لا قوي دے۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د هېواد امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره كليدي كردار ادا كوي او ټول قام دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں