اسلام آباد 24نومبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال پيښور كښې د ايف سي په هيډكوارټر د بريد غندنې كولو سره شهيدانو او د ژوبل شوو اهلكارو كورنيو سره د غم دړد او يو والي څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د پلاننګ كمېشن لخوا جاري شوي خپل بيان كښې ده ووئيل ترهه ګري د هېواد په امن او استحكام بريد دے د …
د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال پيښور كښې د ايف سي په هيډكوارټر د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 24نومبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال پيښور كښې د ايف سي په هيډكوارټر د بريد غندنې كولو سره شهيدانو او د ژوبل شوو اهلكارو كورنيو سره د غم دړد او يو والي څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د پلاننګ كمېشن لخوا جاري شوي خپل بيان كښې ده ووئيل ترهه ګري د هېواد په امن او استحكام بريد دے د كوم چې هېڅ ګنجائش نشته۔احسن اقبال ووئيل د ترهه ګرۍ كاروائي د قام عزم او حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ټول قام د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره يو دے او د داسې عناصرو په وړاندې چرته هم ټيټېدونكے نه دے۔ده قانون نافذ كوونكو ادارو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل په هېواد كښې د امن او د پرمختګ سفر د مخې نيولو هر سازش به ناكامه كولې شي۔











