اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي کام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره دوحه (قطر) ته رسېدلې ده ۔ د ګل په ورځ د آئي ټي او ټيلي کام وزارتِ لخوا د جاري بيان له مخې شزا فاطمه خواجه په جي اېس اېم اے موبائل ورلډ کانګريس كښې د پاکستان نمائندګي کوي او د جي اېس اېم اے په منسټريل پروګرام …
وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره دوحه ته ورسېده

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي کام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره دوحه (قطر) ته رسېدلې ده ۔ د ګل په ورځ د آئي ټي او ټيلي کام وزارتِ لخوا د جاري بيان له مخې شزا فاطمه خواجه په جي اېس اېم اے موبائل ورلډ کانګريس كښې د پاکستان نمائندګي کوي او د جي اېس اېم اے په منسټريل پروګرام كښې به ګډون كوي٬ شزه فاطمه ډيجيټل به د ګورننس وژنري پاليسيز فار اے ډيجيټل فيوچر ته کليدي وېنا كوي او سوئيلي اسياء٬ مېنځني ختيز ډيجيټل کوريډور كښې د پاکستان د ترقۍ په نوې پړاٶ به رڼا اچوي ۔ وفاقي وزيره به په ډيجيټل نيشنز اے پي اے سي ډائيلاګ سيمه ايز اثراو لپاره په پاليسي انوويشن او په سرمايه کارۍ كښې د پاکستان مؤقف وراندې كوي۔ شزه فاطمه به د نيشنل سائبر سيکيورټي ايجنسي قطر (اين سي ايس اے) صدر انجينئر عبدالرحمن المالکي سره ملاقات كوي٬ د دورې په مهال به وفاقي وزيره مواصلات او اطلاعات لپاره د قطر وزير محمد علي محمد المنعي سره هم ملاقات كوي٬ د دې نه علاوه به د قطر ډوېلپمنټ بېنك سي سي او عبدالرحمن السويٖدي سره هم ملاقات كوي۔











