د سعودي مشرتابه د بحرېن فرمانروا شاه احمد بن عيسې آل خليفه سره د شيخ ابراهيم بن حمد بن عبدالله آل خليفه په مړينه دغمرازۍ څرګندونه

رياض۔ 24 نومبر (اے پي پي) خادم الحرمېن الشرېفېن شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د بحرېن فرمانروا شاه حمد بن عيسې آل خليفه ته د شيخ ابراهيم بن حمد بن عبدالله آل خلېفه په مړينه د غمرازۍ پېغام لیږلے دے۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه د سعودي قيادت د شاه حمد بن عيسې آل خليفه ته د …

رياض۔ 24 نومبر (اے پي پي) خادم الحرمېن الشرېفېن شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د بحرېن فرمانروا شاه حمد بن عيسې آل خليفه ته د شيخ ابراهيم بن حمد بن عبدالله آل خلېفه په مړينه د غمرازۍ پېغام لیږلے دے۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه د سعودي قيادت د شاه حمد بن عيسې آل خليفه ته د غمرازۍ مكتوب روان كړے دے۔ د سعودي قيادت خپل پېغام كښې وئېلې دي مونږ د شيخ ابراهيم بن حمد بن عبد الله آل خليفه د مرګ په خبر اورېدو ډېر خفه شوي يوو۔ مونږ ستاسو او د حق رسېدلي كورنۍ سره غمرازي او خوا خوږي لرو۔ د سعودي مشرتابه وېنا ده مونږ لاس په دعا يوو چې هغه حق رسېدلي له پخپل رحم كښې ځائے او په جنت كښې اعلې مقام وركړي او تاسو د هر مصيبت نه لرې اوساتي۔