جوهانسبرګ۔ 24 نومبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د فن لېنډ صدر الېګزېنډر سټب ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د جي 20 سمټ په مهال شوي ملاقات كښې د سعودي عرب او د فن لېنډ تر مينځه په اړيكو ٬ دغه په بېلو څانګو كښې په مضبوطولو او د پرمختګ وركولو د لارو چارو جاج واغستلے شو۔ دغسې په …
شهزاده فېصل بن فرحان سره د فن لېنډ صدر او د هسپانيه خارجه وزير ملاقات٬ بېلو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
جوهانسبرګ۔ 24 نومبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د فن لېنډ صدر الېګزېنډر سټب ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د جي 20 سمټ په مهال شوي ملاقات كښې د سعودي عرب او د فن لېنډ تر مينځه په اړيكو ٬ دغه په بېلو څانګو كښې په مضبوطولو او د پرمختګ وركولو د لارو چارو جاج واغستلے شو۔ دغسې په تازه صورتحال او په نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ز د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د هسپانيه خارجه وزير جوز مينويل الباريز هم ملاقات وكړو او د دواړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو جاج اغستو سره يې په نړيوالو چارو خبرې وكړې ۔ په دې مهال سوئبلې افريقه كښې د سعودي سفير فېصل بن فلاح الحرېي او د خارجه دفتر ډائرېكټر جنرل وليد بن عبدالحميد اسماعيل هم موجود وو۔











