د سپيكر سردار اياز صادق په فیډرل کانسټیبلری هیډ کوارټر د بريد غندنه وكړه ٬امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔24 نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په فیډرل کانسټیبلری هیډ کوارټر پيښور د فتنة الخوارج بريد غندنې كولو سره د درېو واړو بريد كوؤنكو په وژلو او د بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ده په بريد كښې د اېف سي درېو شهيدانو ته …

اسلام آباد۔24 نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په فیډرل کانسټیبلری هیډ کوارټر پيښور د فتنة الخوارج بريد غندنې كولو سره د درېو واړو بريد كوؤنكو په وژلو او د بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ده په بريد كښې د اېف سي درېو شهيدانو ته د عقيدت پېرزونئې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل ترهګر د بزدلانه كارروائيو د لارې د قام حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ ترهګري ختمولو له قامي يووالي ته اړتيا ده٬ ترهګر به كله هم په خپلو ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔ د ده وېنا وه چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهګرو په ضد كارروايۍ روانې ساتلې شي۔ ده ووئيل د دښمن هر سازش ناكامه كولو له ټول قام يو دے۔ سپيكر ووئيل په هېواد كښې امن او استحكام لپاره امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں