د سوډان په كردفان سيمه كښې د غذائيت كمي له امله په يوه مياشت كښې 23 كوچنيان په حق ورسېدل٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 24 نومبر (اے پي پي) سوډان چرته چې د هېواد پوځ او د نيم پوځي ډلو تر مينځه سختې نښتې روانې دي٬ هلته د غذائيت كمي له امله په تېره يوه مياشت كښې نزدې دوه درځنه كوچنيان په حق ورسېدل ۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو شمېرو تر مخه په تباهي كونكې جنګ كښې د 40000 نه زيات كسان مړه شوي دي خو د مرستيالو ډلو …

ملګري ملتونه 24 نومبر (اے پي پي) سوډان چرته چې د هېواد پوځ او د نيم پوځي ډلو تر مينځه سختې نښتې روانې دي٬ هلته د غذائيت كمي له امله په تېره يوه مياشت كښې نزدې دوه درځنه كوچنيان په حق ورسېدل ۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو شمېرو تر مخه په تباهي كونكې جنګ كښې د 40000 نه زيات كسان مړه شوي دي خو د مرستيالو ډلو خيال دے چې حقيقي شمېره د دې نه ډېره زياته كېدې شي۔ د دې نه شديد انساني بحران راپېدا شوے چې ورسره د 14 مېلين نه زيات خلق بې كوره شوي دي او د رنځونو په خپرېدو كښې زياتوالے راغلے دے٬ دغسې د هېواد په ځېنې برخو كښې قحط رامخې ته شوے ۔ د كردفان په سيمه كښې د لوږې نه 23 كوچنيان مړه شوي ٬ د شمالي افريقه په هېواد كښې د ناوړه كېدونكې انساني صورتحال نه واضحه كېږي چرته چې د ديرشو مياشتو نه زيات تباهي كونكې صورتحال څخه قحط رامخې ته كېږي ۔ د لوږې نړيوالو پوهانو تر مخه تر ستمبر كردفان او مغربي سيمه كښې نزدې 370000 كسان د قحط ښكار شوي او دغسې په دې دواړو سيمو كښې لا 6۔3 مېلين كسان د قحط نه په يو ګام فاصله پراته دي۔