وفاقي وزير انجيئنر امير مقام د پیښور په ايف سي هيډ كوارټر د ځان مرګي بريد غندنه وكړه ٬ شهيدو شوو امنيتي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد ۔ 24 نومبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام پیښور كښې د ايف سي په هيډ كوارټر د ځان مرګې چاودنې سخته غنده كړې ده ۔ د ګل په ورځ شهيدو شوو اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير امير مقام ووئېل قام به د خپلو مېړنو ځوانانو قربانۍ عمر له ياد ساتي ۔ ده دعا وكړه چې لوي …

اسلام آباد ۔ 24 نومبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام پیښور كښې د ايف سي په هيډ كوارټر د ځان مرګې چاودنې سخته غنده كړې ده ۔ د ګل په ورځ شهيدو شوو اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير امير مقام ووئېل قام به د خپلو مېړنو ځوانانو قربانۍ عمر له ياد ساتي ۔ ده دعا وكړه چې لوي څخښتن دې د شهيدانو درجې لوړې او كورنيو ته د زغم توفيق وركړي٬ ده په پیښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه ۔ وفاقي وزير ووئېل د هېواد امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره كليدي كردار ادا كوي او ټول قام د دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئېل د امن دښمن قوتونه د پاكستان په پرمختګ كښې خنډان نشي راولاړولے ۔

مزید خبریں