د صدر مملكت آصف علي زرداري په پيښور كښې د فيډرل کانسټیبلری په هيډ كوارټرد فتنة الخوارج بريد غندنه٬ په وخت او مړانې سره د كارروايۍ په كولو امنيتي ځواكونو او پوليس ته پيرزوئنې

اسلام آباد۔24نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په پېښور كښې د فيډرل کانسټیبلری په هيډ كوارټرد فتنة الخوارج بريد سخته غندنه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا كړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل دا بريد د ګران هېواد په ضد …

اسلام آباد۔24نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په پېښور كښې د فيډرل کانسټیبلری په هيډ كوارټرد فتنة الخوارج بريد سخته غندنه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا كړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل دا بريد د ګران هېواد په ضد په بهرنۍ مرسته د فعاله خارجي ترهګرو بزدلانه كارروايي ده۔ صدر مملکت ووئيل ګران هېواد څخه د خوارجو د ترهګرۍ نوغې ويستل لومړۍ ترجيح ده۔ صدر مملکت په وخت او مړانې سره د كارروايۍ په كولو امنيتي ځواكونو او پوليس ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔

مزید خبریں