وفاقی وزیر جنيد انوار چوهدری آئی ایم او اسمبلی او کونسل ټاكنو كښې ګډون لپاره برطانيه ته ورسيد

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير اېم جنېد انوار چوهدری برطانيې ته ورسېد چرته به چې هغه د انټرنېشنل مېری ټائم آرګنائزېشن (آئی ایم او) په 34 مه اسمبلۍ او راروانو آئی اېم او کونسل ټاكنو كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د اتوار په ورځ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې په آئی اېم او كښې د پاكستان فعاله ګډون په هېواد كښې د …

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير اېم جنېد انوار چوهدری برطانيې ته ورسېد چرته به چې هغه د انټرنېشنل مېری ټائم آرګنائزېشن (آئی ایم او) په 34 مه اسمبلۍ او راروانو آئی اېم او کونسل ټاكنو كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د اتوار په ورځ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې په آئی اېم او كښې د پاكستان فعاله ګډون په هېواد كښې د زياتېدونكي بحري صلاحيتونو او د تلپاتي پرمختګ او عصري بندرګاهي ډھانچې دلارې د پاكستان د منطقې د تجارتي او بحري سرمايه كارۍ مركز جوړولو عزم عكاسي كوي۔ جنېد انوار چوهدری وئيلي چې د پاکستان فعاله كردار په بحري چارو كښې د دې د سټرېټجك ترجيحاتو نمائندګي كوي په كومو كښې چې سيمه ايزو تړون زياتول ٬ بندر ځايونه اپ ګرېډ كول او بليو اكانومي ته وده وركول شامل دي۔ وفاقی وزیر ووئيل چې د آئی اېم او کونسل غړېتوب به د پاكستان بحري ګټو ته وده وركولو ، نړيواله بحري سلامتيا او سكيورټي ښه كولو او د ماحولياتي تحفظ نړيوال معيار له مخې اقداماتو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ آئی اېم او اسمبلی د نړيوالې بحري ادارې تر ټولو اعلی فېصله ساز فورم دے كومه چې 24 نومبر څخه تر 3 دسمبر 2025 كيږي او د كونسل ټاكنې به په 28 نومبر كيږي۔ پاکستان د آئی اېم او کونسل د کېټیګری سی نشست لپاره د 2026-27 مودې په ټاكنو كښې برخه اخلي۔ په 40 غړو هېوادونو مشتمل دا كونسل د ادارې د كارونو نګراني كوي۔ نوې ټاكلے شوے كونسل به په دسمبر كښې د خپل چيئرمېن او وائس چيئرمېن ټاكنه كوي۔ وفاقی وزیر په دې خبره زور راوړو چې پاکستان نړيوالې بحري همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري او د ټاكنو دا مهم د نړيوالو بحري پالېسيو په تشكيل كښې د پرله پسې كردار ترسره كول باوري كولو هڅو برخه ده۔

مزید خبریں