اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) د پاكستان او اروپائي ائتلاف 7م سټریټجک ډائیلاګ په برسلز كښې وشو٬ چې مشري يۍ نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار او د اروپائي ائتلاف اعلی استازې او نائب صدر کاجا کالس وكړه۔ په پاكستاني پلاوي كښې سېکرټری خارجه آمنہ بلوچ، اروپائي ائتلاف ٬ بیلجیئم او لکسمبرګ لپاره د پاكستان سفير رحیم حیات قرېشی او د سفارتخانې اعلی چارواكي هم شامل وو۔ د خالي …
د پاكستان او اروپائي ائتلاف 7م سټریټجک ډائیلاګ په برسلز كښې وشو

مزید خبریں
اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) د پاكستان او اروپائي ائتلاف 7م سټریټجک ډائیلاګ په برسلز كښې وشو٬ چې مشري يۍ نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار او د اروپائي ائتلاف اعلی استازې او نائب صدر کاجا کالس وكړه۔ په پاكستاني پلاوي كښې سېکرټری خارجه آمنہ بلوچ، اروپائي ائتلاف ٬ بیلجیئم او لکسمبرګ لپاره د پاكستان سفير رحیم حیات قرېشی او د سفارتخانې اعلی چارواكي هم شامل وو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د پاكستان ۔ اروپائي ائتلاف اړيكو بشپړه جائزه وړاندې كړې شوه۔ په غونډه كښې فريقېنو په ګډو اقدارو٬ د ملګرو ملتونو په چارټر ٬ د ګڼ اړخيزه او خپل منځه احترام او مرستې په اصولو د اډانه لرونكي سباؤن حوالې سره همكارۍ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ دوئي د اروپائي ائتلاف جي اېس پي پلس انتظاماتو دلارې تلپاتې پرمختګ ٬ برآمدي تنوع او د روزګار تخليق په شمول تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو او دوه اړخيزه ګټورو اقتصادي موقعو ته د پراختيا وركولو په اهميت زور راوړو۔ ستراتيجكي ډائيلاګ د سوئيلي آسيا ٬ افغانستان، مشرق وسطیٰ او وسیع تر جغرافیائی سیاسی پېش رفت په شمول په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو د څرګندونې موقعه هم رامخې ته كړه۔ دواړو فريقو د امن، استحکام، پائیدار پرمختګ او د موسمياتي بدلون او رابطې په څير چېلنجونو لپاره د مربوط نقطه نظر په حاجت زور راوړو۔ دوئي د سټرېټجک انګېجمنټ پلان لاندې د همكارۍ په مضبوطولو ، د روانو خبرو مخ په وړاندې بوتللو او په راتلونكو كلونو كښې مرسته زياتولو له د كوټلې لارو په ټاكلو اتفاق هم وكړو۔ دواړو اړخونو د كال 2019 سټرېټجک انګېجمنټ پلان لاندې د روانې همكارۍ جاج واغست۔ په غونډه كښې ستراتيجيكي همغږي لرونكو څانګو كښې د مرستې لا زياتولو عزم پخلے وكړے شو۔ اروپائي اتتلاف په پاكستان كښې د جمهوريت ٬ ګورننس ٬ د قانون حكمرانۍ ٬ توان ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د بشري حقونو په څانګو كښې د معاونت اعتراف وكړو۔ دواړو اړخونو په سيمه ايزو او د نړيوالې سلامتيا په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سوئيلي آسيا په صورتحال خپلو خبرو كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مذاكراتو ٬ سفارتكارۍ ٬ نړيوالو قوانينو د لوظنامو احترام سره اړوند د پاكستان دريځ په ډاګه كړو۔ پاكستان افغانستان سره په شركه ګټه د اډانه سولييزو او مستحكمو اړيكو په اهميت زور راوړو او هيله يۍ ولرله چې افغان عبوري حكومت به د ترهګرۍ په ختمولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په نړيوالو شخړو د پاكستان دريځ دا دے چې خبرې اترې او سفارتكاري د مسئلو حل پلو د تللو بهترينه لاره ده۔ د ملګرو ملتونو او د نورو نړيوالو ادارو په تعميري كار كښې د پاكستان په كردار هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ منځنۍ آسيا سره سيمه ايزو رابطو او انضمام لپاره د پاكستان په هڅو بجث وشو۔ اروپائي ائتلاف د ترهګرۍ په ضد جنګ كشې د پاكستان د مستقل او جدي هڅو او سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د پاكستان د كردار اعتراف وكړو۔ دغسې د سفارتكارۍ ٬ ملټي لېټرل ازم او شخړو سوليز حل ته وده وركولو له د پاكستان او اروپائي اتئلاف د ګډ عزم پخلے هم وكړے شو۔ سټرېټجک ډائیلاګ د دوه اړخيزه اړيكو جاج اغستلو او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو لارې پرانستلې۔











