د او آئي سي 40 غړو هيوادونو ترمنځ حسن قراﺀت مقابله 24 نومبر څخه كنونش سنټر كښې پيل كيږي

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د او آئي سي د 40 غړو هيوادونو قراﺀ حضرات ترمينځه د حسن قراﺀت مقابله 24 نومبر څخه تر 29 نومبر په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې كيږي۔ په مقابلو كښې 25 څخه تر 35 كالو عمر لرونكي نارينه قاريان صاحبان برخه اخستې شي۔ دا مقابلې به په دوه برخو مشتملې وي٬ په اولنۍ برخه كښې به 24 …

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د او آئي سي د 40 غړو هيوادونو قراﺀ حضرات ترمينځه د حسن قراﺀت مقابله 24 نومبر څخه تر 29 نومبر په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې كيږي۔ په مقابلو كښې 25 څخه تر 35 كالو عمر لرونكي نارينه قاريان صاحبان برخه اخستې شي۔ دا مقابلې به په دوه برخو مشتملې وي٬ په اولنۍ برخه كښې به 24 څخه تر 27 نومبر مقابلو كښې د درې پوزيشنو پرېكړه كولې شي او په دويمه برخه كښې به په 29 نومبر د انعامونو وېش دستوره كيږي۔ د دې خبرې اعلان د پاكستان نوموړي قاري او د مذهبي چارو كوآرډينېټر سيد صداقت علي د خالي په ورځ د مذهبي چارو وزارت جوائنټ سېكرټري احمد نديم سره په ګډه په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د او آئي سي د 40 غړو هيوادونو قراﺀ حضرات ترمينځه د حسن قراﺀت مقابله 24 نومبر څخه تر 29 نومبر په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې كيږي۔ د دې مقابلو په كولو كښې د وفاقي وزير سردار يوسف كردار د ستائنې وړ دے۔ دا مقابله به 24 څخه تر 29 نومبر په کنونشن سنټر اسلام آباد كښې روانې وي۔ وزیراعظم ته مو د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ په دې موقعه د مذهبي چارو جوائنټ سېكرټري احمد ندیم ووئيل په پاكستان كښې د حسن قرات نړيوالو مقابلو په كولو كښې د سيد صداقت علي مهم كردار دے۔ په دې مقابلو كښې به 3 ججان وي ٬ دغسې د پاكستان 5 ججان به هم په دې كښې برخه اخلي۔ قاری صداقت علی به هم په دې ججانو كښې شامل وي۔ دا مقابلې به په دوه برخو مشتملې وي٬ په اولنۍ برخه كښې به 24 څخه تر 27 نومبر مقابلو كښې د درې پوزيشنو پرېكړه كولې شي او په دويمه برخه كښې به په 29 نومبر د انعامونو وېش دستوره كيږي۔ د حسن قراﺀت دې مقابلو سره به د پاكستان سافټ امېج نړۍ ته لاړ شي۔

مزید خبریں