اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك پروګرام له مخې جنګ بندۍ سره غزه ته د خوراك رسولو عمل ښه شوے خو د يوې اوږدې مودې راهېسې د راروانې محاصرې له امله غزه ته د خوراك رسولو مخنيوي لپاره د شوو اوږدو هڅو ناوړه اثرات ختمولو له به تر ډېر وخت اوږد سفر كول وي۔ د العربيه له مخې هم دا سبب دے چې اوس هم د خوراك …
غزه ته د خوراك رسولو عمل د جنګ بندۍ له امله ښه شوے ٬ لا اوږد سفر پاتے دے : ملګري ملتونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك پروګرام له مخې جنګ بندۍ سره غزه ته د خوراك رسولو عمل ښه شوے خو د يوې اوږدې مودې راهېسې د راروانې محاصرې له امله غزه ته د خوراك رسولو مخنيوي لپاره د شوو اوږدو هڅو ناوړه اثرات ختمولو له به تر ډېر وخت اوږد سفر كول وي۔ د العربيه له مخې هم دا سبب دے چې اوس هم د خوراك او نورو څيرونو رسول د هغې كچې له مخې نه دي كومه چې ضروري ده۔ د ورلډ فورډ پروګام وياندې مارټن پينر وئيلي چې معاملات مخ په ښه كېدو دي خو جنګ بندۍ څخه وروستو به هم د غزه د خلكو د ضرورت له مخې هغوي ته سامان رسولو كښې وخت لګي۔ دې غزه څخه په وډيو لنك جنېوا كښې خبرې كولې۔ دې ووئيل د لكھونو په شمېر كسان فوري مرستې له مونږ ته ګوري۔ دا خبره دې ياده وي چې د اګست مياشتې په مهال ګلوبل فوډ نومې ادارې وئيلې وو چې لږ تر لږ 5 لكه اولس دا مهال قحط سره مخ دے بياهم اوس بهتري رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل د زيات باران د لاسه د خوراك د رسولو آسانۍ ځپلې شوې او وسائل ضائع شوي دي تر دې چې بې كوره شوو فلسطيني وګړو خپلو خېمو كښې ځان لپاره جمع كړې خوراك هم محفوظ ونه ساتلې شو۔ د فوډ پروګرام يوې بلې وياندې ووئيل كله څخه چې جنګ بندي شوې ده ورلډ فوډ پروګرام غزه ته 40 زره ټنه خوراك راوړلو كښې كامياب شوے دے خو دا يوازې د غزه د 30 فيصده ضرورت لپاره كافي دے۔ دا خوراك تر دې دمه 16 لكه وګړو كښې يوازې 5 لكه 30 زره كساتو ته رسېدلے دے۔











