د ريلوے نظام د كوم هم هيواد په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري ٬ د ریلوے نظام بحالۍ پلو پورته كيدونكي قدمونه د ستائنې وړ دي : شهباز شريف

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د ريلوے نظام د كوم هم هيواد په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري ٬ د ریلوے نظام بحالۍ پلو پورته كيدونكي قدمونه د ستائنې وړ دي۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د پاكستان رېلوېز په چارو مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې وزيراعظم د رېلوے بحالۍ او اپ ګرېډېشن حوالې سره د رېلوے …

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د ريلوے نظام د كوم هم هيواد په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري ٬ د ریلوے نظام بحالۍ پلو پورته كيدونكي قدمونه د ستائنې وړ دي۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د پاكستان رېلوېز په چارو مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې وزيراعظم د رېلوے بحالۍ او اپ ګرېډېشن حوالې سره د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي او د هغه د ډلې ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د پاکستان رېلوے په خاص توګه د سميه ايزو رابطو او نړيوال ټرېن لنكس منصوبو لپاره د نړيوال معيار قانوني او معاشي پوهانو د خذماتو ترلاسه كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ته د پاكستان رېلوے بهترۍ لپاره د پورته كېدونكو اقداماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه وزيراعظم ته ووئيلې شوو چې د پاكستان رېلوے د ډیجیټائزېشن حوالې سره د “رابطه” په 7 ډیجیټل پورټلز كار روان دے ٬ 56 ټرېنونه رابطه ته اړولې شوي دي او 54 رېلوے سټېشنونه ډیجیټائز كړې شوي دي۔ د كراچۍ، لاهور، پېنډۍ او فېصل آباد په رېلوے سټېشنونونو د وائي فائي وېړيا خذمات رسولې شي او په نورو 48 رېلوے سټېشنونونو به د روان كال دسمبر مياشتې تر وروستۍ نېټې د وېړيا وائي فائي خذمات رسول باوري كړې شي٬ فرېټ آن لائن بكنګ سسټم معارفي كړے شوے دے ٬ کراچی سټی رېلوے سټېشن څخه د ډیجیټل وھیئنګ برج پائلټ پراجېکټ پېل كړې شو ٬ په راروان پړاؤ كښې به دا آساني نورو رېلوے سټېشنونونو ته هم وركړې شي۔ په راولپنډی رېلوے سټېشن مصنوعی ذهانت سره كار كوؤنكې 148 سروېلنس کېمرې لګولې شوي دي۔ په رېلوے سټېشنونو د بېنكونو اے ټيم مشينونه نصب كولې شي۔ د مسافرو آسانۍ لپاره په رېلوے سټېشنونو انفارمېشن ډېسک جوړ كړې شوي دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په رېلوے سټېشنونو د خوراك څښاك څيزونو رسول ښه كولو له د څلورو واړو صوبو فوډ اتھارټيز ته لاس رسي وركړې شوې ده۔ 4 ټرېنونه آؤټ سورس كړې شوي ي او نور 11 به آؤټ سورس كولې شي۔ د آؤټ سورسنګ له امله د 8.5 ارب روپو اضافي ريونيو تمه ده۔ 40 لګېج او بریک وېنز هم آؤټ سورس كړې شوي دي او تمه ده چې د دې له امله د 820 ملین روپو اضافي ريونيو ترلاسه شي۔ دغسې 2 کارګو اېکسپرېس ټرېنونه هم آؤټ سورس كولې شي چې ورسره به 6.3 ارب روپۍ اضافي ريونيو ترلاسه شي۔ د لاهور، کراچۍ، ملتان ، پېښور ، کوئټه او سکھر رېلوے روغتونونه هم اؤټ سورس كولې شي۔ دغسې د رېلوے سکولونو ، کالجونو او رېسټ هاؤسز په آؤټ سورس كولو هم كار روان دے۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې 155رېلوے سټېشنونه شمسی توان ته اړولې شوي دي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې اسلام آباد ۔تهران۔استبول ټرېن به ډېر زر پېل شي۔ په قازقستان ۔ ازبکستان۔افغانستان۔پاکستان رېل منصوبه هم ابتدائي كار روان دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې دا غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه په كومه كښې چې د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں