امرېكې په هند د جيولن اينټي ټينګ مېزائل خرڅولو منظوري وركړه

واشنګټن۔ 21 نومبر (اے پي پي) د امرېكې د ډيفنس سېكيورټي كوآپرېشن ايجنسۍ (دي ايس سي اے) وئېلې دي خارجه محكمې هند باندې د جيولن اينټي ټينګ مېزائل سسټم او ايكسكيلېبر ګائېډډ آرټلري ګوله باروډ د خرڅولو منظوري وركړې ده د كومو ماليت چې 9 كروړه 30 لاكه ډالر دے۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې دفاعي ساز و سامان دا خريداري د امرېكې د فارن ملټري سېلز پروګرام …

واشنګټن۔ 21 نومبر (اے پي پي) د امرېكې د ډيفنس سېكيورټي كوآپرېشن ايجنسۍ (دي ايس سي اے) وئېلې دي خارجه محكمې هند باندې د جيولن اينټي ټينګ مېزائل سسټم او ايكسكيلېبر ګائېډډ آرټلري ګوله باروډ د خرڅولو منظوري وركړې ده د كومو ماليت چې 9 كروړه 30 لاكه ډالر دے۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې دفاعي ساز و سامان دا خريداري د امرېكې د فارن ملټري سېلز پروګرام تر مخه د هند سره وړومبۍ سودا ده كومه چې سږ كال په اګست مياشت كښې د دواړو هېوادونو د تاو تريوخالي نه پس شوې ده چې كله د امرېكې صدر په هند د روسيه څخه د تېلو اغستلو غبرګون كښې د هند په څيزونو ټيكس يوه په دوه كولو سره 50 فيصده كړے ؤ ۔ دا پېشرفت روانه مياشت د جنرل الېكټرك جنګي الوتكو د انجڼو بيا آرډر نه پس رامخې ته شو كوم چې د هند په مقامي توګه جوړو كړو جنګي الوتكو كښې به كارولې كېږي۔د ايجنسۍ تر مخه د هند حكومت 216 ايكسكېلېبر ټېكنېكل پروجينيائلز او 100 جيولن سسټم د اغستو خواست كړے ؤ۔