وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د قامي اسمبلۍ كانديد(اين اے 18 ٬ هري پور)بابر نواز خان ملاقات٬ضمني ټاكنو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام سره د قامي اسمبلۍ كانديد(اين اے 18 ٬ هري پور)بابر نواز خان په 23 نومبر كېدونكو ضمني ټاكنو په اړه ملاقات كړے دے ۔ملاقات كښې د الېكشن كمپائن٬ په يونين كونسل كچه د وركرز او تنظيمي حكمت عملۍ په اړه بريفنګ وركړے شو ۔انجينئر امير مقام پير صابر شاه٬سردار مشتاق٬راجه فيصل زمان٬قاضي اسد …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام سره د قامي اسمبلۍ كانديد(اين اے 18 ٬ هري پور)بابر نواز خان په 23 نومبر كېدونكو ضمني ټاكنو په اړه ملاقات كړے دے ۔ملاقات كښې د الېكشن كمپائن٬ په يونين كونسل كچه د وركرز او تنظيمي حكمت عملۍ په اړه بريفنګ وركړے شو ۔انجينئر امير مقام پير صابر شاه٬سردار مشتاق٬راجه فيصل زمان٬قاضي اسد او د مسلم ليګ(ن)ټولو څانګو په خاص توګه ميرمنو ونګ٬ايم اين اے ډاكټر شائسته جدن او ايم پي اے شازيه جدون پشمول د هري پور تنظيم شپه ورځ محنت وستائېلو او خاص مننه يې وكړه ۔ده كپيټن(ر)محمد صفدر او د ګوند جنرل سېكرټري مرتضٰی جاويد عباسي په مشرۍ كښې په ښه كمپائن په چلولو هم پيرزونې وړاندې كړې۔د دې نه علاوه ده د صوبې بيلو ضلعو څخه راغلو كمپائن كښې برخه اچوونكو عهديدارو او ذمه دارو هم مننه وكړه۔انجينئر امير مقام ووئيل دا الېكشن يوازې د بابر نواز خان نه بلكې زمونږ د مشر او ټول مسلم ليګ(ن)الېكشن دے٬دا اليكشن به د هري پور پرمختګ او تنزلۍ پريكړه كوي۔

مزید خبریں