پاكستان د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو په سنګين صورتحال اندیښنه څرګنده كړه

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) پاكستان د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې په سنګين صورتحال اندیښنه څرګنده كړې ده ۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل په پراخه پيمانه نظربنديو٬د خوښې ګرفتارۍ او په بنيادي آزادۍ د پراخه بنديزونو مروجه پالېسۍ مقبوضه كمشير ودانۍ ته د اجتماعي سزا وركولو مترداف …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) پاكستان د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې په سنګين صورتحال اندیښنه څرګنده كړې ده ۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل په پراخه پيمانه نظربنديو٬د خوښې ګرفتارۍ او په بنيادي آزادۍ د پراخه بنديزونو مروجه پالېسۍ مقبوضه كمشير ودانۍ ته د اجتماعي سزا وركولو مترداف ده ۔ده ووئيل د كشميري ځوانانو په شناخت او د عقيدې په بنياد پروفائل كوونكې خبرونه د هغوي اندېښنې لا زياتوي۔وياند ووئيل هند مقبوضه سيمه كښې آبادياتي كردار بدلولو او د كشميري اولس مذهبي٬كلتوري او سماجي ورثه ختمولو هڅې روانې ساتلې دي ٬دا اقدامات د كشميري ودانۍ جائز هيلې د پښو لاندې كولو تګلارې برخه ده۔ده ووئيل په زرګونو كشميري ځوانان بې دركه دي او د كشميريانو سياسي نمائندګان په لوي شمېر په غېر قانوني حراست كښې دي٬دا ډول اقدامات د كشميري اولس په نړيواله كچه د تسليم شوي حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره عزم كمزورے كولے نه شي

مزید خبریں