اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) پاکستان يو ځل بيا افغان طالبانو څَخه د خپلې غوښتنې پخلي كولو سره واضحه كړې ده چې د پولې پرانستل٬ د تجارت بحالۍ سره سره د نړيوالو روابطو په منصوبو عملدرامد كښې د تاخير ذمه واري د افغان حكومت ده ، پاکستان د اسرائيل قابض ځواكونو او د انتها پسند آباد کارو لخوا په مقبوضه لوېديزه غاړه كښې د فلسطينيانو په ضد د …
پاکستان يو ځل بيا افغان طالبانو څَخه غوښتنه وكړه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي ، مقبوضه کشمير او فلسطين كښې د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزو غندنه٬ نړيواله ورورولي دې نوټس واخلي۔ د ارجه دفتر وياند پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) پاکستان يو ځل بيا افغان طالبانو څَخه د خپلې غوښتنې پخلي كولو سره واضحه كړې ده چې د پولې پرانستل٬ د تجارت بحالۍ سره سره د نړيوالو روابطو په منصوبو عملدرامد كښې د تاخير ذمه واري د افغان حكومت ده ، پاکستان د اسرائيل قابض ځواكونو او د انتها پسند آباد کارو لخوا په مقبوضه لوېديزه غاړه كښې د فلسطينيانو په ضد د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزو غندنه كوي ٬ پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پشمول ملګرو ملتونو، د بشري حقونو كونسل او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر څخه مطالبه وكړه چې ھغوي په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نوټس واخلي٬ د بشري حقونو په خلاف ورزيو هند ځواب وركونكے وګرځوي او د بشري حقونو معتبر نړيوالو نتظيمونو ته د آزادانه او غېر جانبدارنه تحقيقات اجازه وركړي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي خپل اوونيز بريفنګ كښې ميډيا ته ووئيل د افغان طالبانو حکومت لخوا د فتنه الهند او فتنه الخوارج ملاتړ په سبب پولئيز لارې تړلې شوي دي او افغانستان سره ټول تجارت معطل كړے شوے ۔ وياند ووئيل پولئيزې لارې پرانستل، د تاپي او د کاسا 1000 په څېر منصوبو باندې عملدرامد كښې د تاخير ذمه وار د افغان طالب حكومت دے ٬ وياند د دې خبرې پخلے وكړو چې افغانستان له په پاکستان كښې د ترهګرۍ بريدونو لپاره خپله خاوره كارولو له نه ده پكار ۔ ده ميډيا ته ووئيل چپاکستان افغانستان سره په رابط كښې د پاتې كېدو هڅه كړې خو دې سره ځاني زيان وشو۔ ده ووئيل د دې نه وړاندې پاکستان تجارت او سلامتيا جلا جلا كړې وو خو د تحمل د څرګندونې يو حد وي۔ وياند ووئيل زما په خيال د صبر پېمانه لبرېز شوې ده٬ مونږ تجارت داسې نشو كولې لكه څنګه چې افغان خاورې څخه د پاكستانيانو د قتل په لائسنس وركولو تجارت كېږي٬ وياند د يو افغان لارښود پاكستان لپاره د څلور زره بمبار جوړولو د اعلان په اړه د پوښتنې په ځواب ووئيل دې بيان ثابت كړې چې د پاكستان موقف درست دے چې افغان خاوره پاكستان كښې د ترهګرۍ بريدونو لپاره كارولې كېږي٬ د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د هندي وزيراعظم مودي سره د خبرو په مهال د پوښتلې شوې پوښتنې چې پكښې باور وركړے شوے ٶ چې ھغه به پاكستان سره جنګ نه كوي٬ تبصره كولو سره وياند ووئيل دې باور ته مونږ په واضحه توګه د شك په نظر ګورو، د دې تائيد د هند لخوا په بيانونو كښې نه دې شوے۔ ده ووئيل د هند سياسي او عسكري قيادت د جنګ خبرې روانې ساتلې دي او جارحانه بيانونه وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د ايران په اتومي مسئله د پاكستان موقف اصولې او مستحكم دے ځكه چې پاکستان د نړيوال قانون له مخې د ايرانيانو د حقونو او ذمه وارو له مخې د جوهري افزودګي حق تسليم كړے دے۔ د امريکائي کانګريس په رپورټ تبصره كولو سره وياند ووئيل د دې رپورټ په اختتام كښې د پاکستان د زړه پورې کاميابۍ حواله وركړې شوې كومه چې د رپورټ “ډېره معني لرونكې” نتيجه ده۔ د دې نه وړاندې د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي ميډيا د اوونۍ په مهال د سفارتي مصروفيات نه خبر كړه چې پكښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د روسيه په دوره رڼا واچولې شوه ،چرته چې دوي د اېس سي او كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ په غونډه كښې ګډون وكړو او په برسلز كښې د پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ اوومې غونډې مشتركه صدارت لپاره ګډون كړے ؤ او په څلورم اروپائي ائتلاف انډو-پيسيفک وزارتي فورم كښې ګدون كوي چرته چې دوي د بېلو هېوادونو همڅنګ او مشرانو سره هم ملاقاتونه به كوي۔ ده ووئيل پاکستان او هنګري د هنګريکم وظيفه پروګرام 2026-2028 فريم ورك له مخئ د مرستې د مفاهمت په تجديد هم لاسليك كړے چې له مخې به يې د پاکستان وګړو ته په هنګري كښې لوړو زده كړو لپاره 400 سکالرشپس وركولې شي ۔ طاهر اندرابي ووئيل پاکستان د اسرائيلي قابض ځواكونو او د انتها پسند آباد کارو لخوا په مقبوضه لوېديزه غاړه كښې د فلسطينيانو په ضد د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزو غندنه كړې ده چې پكښې په مسجد اقصيٰ بيا بيا بريد كول او د مونځ كوونكو په ضد اشتعال انګيزي شامله ده ۔ وياند ووئيل دا ډول اقدامات د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو بېخي خلاف ورزي ده ٬ وياند په دې خبره زور رواړو چې د مقدس مقامات تقدس د نړيوال قانون او تاريخي حېثيت له مخئ دې باوري كړے شي۔ ده ووئيل پاکستان نړيوالې ورورولۍ څخه د مقدس ځايونو د تحفظ باوري كولو٬ د آباد کارو د لا تشدد او دراندازو لارې نيولو پشمول د ملګرو ملتونو قراردادونه په ځاے ساتلو لپاره په سمدستي توګه او د موثره اقدامات مطالبه كړې ده۔ وياند ووئيل مونږ په دوه رياستي حل اډانه سپېځلې، جامع او د اوږدې مودې امن ملاتړ له د دې اصولي موقف پخلے كوٶ د كوم په نتيجه كښې چې يو آزاد، خپلواكه، د عمل وړ او متصل فلسطيني رياست جوړ شي ٬ كوم چې د جون كال 1967 نه په وراندې پولو اډانه وي او د ھغې پايه تخت القدس الشريف وي۔ طاهر اندرابي د هند په غېر قانوني تلسط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو د پرله پسې او په سنګين صورتحال د تشويش څرګندونې كولو سره ووئيل په لويه كچه نظر بندۍ، د خپلې خوښې ګرفتارۍ او د بنيادي آزادۍ د پراخه بنديزونو مروجه پاليسۍ د مقبوضه کشمير آبادۍ ته د اجتماعي سزا وركولو مترادف دي۔ وياند ووئيل پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پشمول د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو كونسل او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر څخه مطالبه كړې چې ھغوي په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نوټس واخلي٬ د بشري حقونو په خلاف ورزو هند ځواب وركونكے كړے او د بشري حقونو معتبر نړيوالو نتظيمونو ته د آزادانه او غېر جانبدارنه تحقيقات اجازه وركړي۔ وياند ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمېر د سپېځلې٬ سولئيز او تل پاتي حل په سوئيلي آسياء كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره ضروري دے٬ د بنګله ديش د پخوانۍ وزيراعظمې ته په مقدمه كښې په اورولې شوې سزا تبصره كښې وياند ووئيل دا د بنګله دېش كورنۍ معامله ده٬ د بنګله دېش اولس د خپلو مسئلو د خپل جمهوري او آئيني عمل له مخې د حل كولو بشپړ صلاحيت لري۔











