فيصل آباد 21 نومبر (اے پي پي)كيمكل فيكټرۍ كښې د ګاز ليكج چاودنې او د اور لګېدو له امله 14 كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي ۔تفصيلات له مخې د تاڼه منصور آباد سيمې ملك پور شهاب ټاؤن كبډي اسټېډيم ګراؤنډ سره نزدې كارخانه كښې د سلينډر څخه د ګاز ليكج له امله د چاودنې نه پس اور ولګېد۔د چاودنې څخه كيمكل كټري پشمول د كورونو چهتونه كېښناستل۔په پیښه …
فيكټرۍ كښې د ګاز ليكچ له امله چاودنه٬ 14 كسه مړه او 7 ژوبل

مزید خبریں
فيصل آباد 21 نومبر (اے پي پي)كيمكل فيكټرۍ كښې د ګاز ليكج چاودنې او د اور لګېدو له امله 14 كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي ۔تفصيلات له مخې د تاڼه منصور آباد سيمې ملك پور شهاب ټاؤن كبډي اسټېډيم ګراؤنډ سره نزدې كارخانه كښې د سلينډر څخه د ګاز ليكج له امله د چاودنې نه پس اور ولګېد۔د چاودنې څخه كيمكل كټري پشمول د كورونو چهتونه كېښناستل۔په پیښه كښې 14 كسه مړه او 7 ژوبل شول ۔ رېسكيو چارواكو ووئيل فيصل آباد كنټرول روم ته په 5 بجې او 28 دقيقې ايمرجنسي كال تر لاسه شو چې په ملك پور كښې شهاب ټاؤن كبډآ اسټېډيم ګراؤنډ سره نزدې كارخانه كښې د ګاز ليكج له امله چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې د كارخانې او خوا وشا ته د كورونو چهتونه كېښناستل۔اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122٬ پوليس٬ ځايې انتظاميې چارواكي د پېښې ځاے ته ورسېدل۔ د رېسكيو ډلو په وخت د پېښې ځاے ته رسېدو سره د مرستې هلې ځلې پېل كړې۔رېسكيو اربن سرچ اينډ رېسكيو ډلو جديد مشينرۍ او د آلات په مرسته په تندۍ سره كاروائي كښې د 21 ځپلې د ملبې څخه راويستل چې پكښې 10 كسان په ټكي مړه شوي وو او 4 كسان ود علاج معالجې په مهال ساه وركړه ۔ډسټركټ ايمرجنسي آفيسر انجينئر احتشام واله په نګرانۍ كښې سرچ اينډ رېسكيو آپرېشن روان دے ۔تراوسه 15 كسان په حق رسېدلې٬ 3 كسان برن يونټ ته منتقل كړے شوي او 9 كسان معمولي ژوبل شوي وو۔د فيكټرۍ چاودنې له امله خوا او شا كښې 7 كورونه ځپلې شوي ۔د مرستې هلې ځلې روانې دي۔د پېښې په اړه پنځه كسيزه انكوائري كمېټي جوړه كړې شوې ده











