ملتان 21 نومبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي حكومت د صنعت و تجارت ودې او برآمدات كښې زياتوالي لپاره د نجي څانګې هر ممكن ډاډګيرنه كوي٬برآمدات كښې زياتوالے٬د روزګار موقعې او د معيشت ښه والي لپاره د نجي څانګې هڅې د ستائنې وړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملتان انډسټريل اسټېټ كښې د محمود ګروپ آف ټيكسټائل ملز دورې په موقع كړی۔د ګروپ …
حكومت د صنعت و تجارت ودې او برآمدات كښې زياتوالي لپاره د نجي څانګې هر ممكن ډاډګيرنه كوي۔سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
ملتان 21 نومبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي حكومت د صنعت و تجارت ودې او برآمدات كښې زياتوالي لپاره د نجي څانګې هر ممكن ډاډګيرنه كوي٬برآمدات كښې زياتوالے٬د روزګار موقعې او د معيشت ښه والي لپاره د نجي څانګې هڅې د ستائنې وړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملتان انډسټريل اسټېټ كښې د محمود ګروپ آف ټيكسټائل ملز دورې په موقع كړی۔د ګروپ مشر خواجه محمد انيس جديد مشينرۍ٬پیداوري عمل٬ليبر ويلفيئر پروګرامز او د برآمدات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔لنډ مهاله صدر ته ووئيل شول محمود ګروپ د جديد ټېكنالوجۍ او نړيوال معيار له مخې په تل پاتي صنعتي طريقو څيزونه جوړوي او د هېواد ټيكسټائل برآمدات كښې مهم كردار ادا كوي۔په دې موقع د پومبې او زرعي پېداوار چارو په اړه هم بحث وشو۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئېل د ټيكسټائل څانګه د پاكستان برآمدات كښې د ملا د تير حېثيت لري او پومبه د دې صنعت بنياد دے۔په دې موقع سينئر انتظاميې افسران او صنعتي څانګې سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔











