ځوانانو كښې د شناخت او كلتوري بېدارۍ لپاره قامي عزم ته ضرورت دے ٬ ښه انساني صلاحيت د امن او تسلسل نه غېر مخ په وړاندې نشي تللے ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ماشومانو ته د معياري تعليم وركولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي كردار جورولو او تربيي ته خاص پام لرنه پكار ده ٬ دغسې چې زمونږ د سباؤن معمار د نوي دور په ښه طريقه مقابله كولو سره قامي پرمختګ كښې خپل كردار ادا كړي۔ كلن ټيچر ډوېلپمنټ كنفرنس(ټي ډي سي-2025 )ته …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ماشومانو ته د معياري تعليم وركولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي كردار جورولو او تربيي ته خاص پام لرنه پكار ده ٬ دغسې چې زمونږ د سباؤن معمار د نوي دور په ښه طريقه مقابله كولو سره قامي پرمختګ كښې خپل كردار ادا كړي۔ كلن ټيچر ډوېلپمنټ كنفرنس(ټي ډي سي-2025 )ته خطاب كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل تعليم يوازې د موادو منتقلي نه ده بلكې د ماشومانو شخصيت٬اقدار او د ذمه وارۍ احساس جوړولو يو عمل دے۔خپل ماشومتوب يادولو سره احسن اقبال ووئيل وړاندې نسلونه د تعليم او تربيي په يوه مجله لوستلو لويې شوي چې پكښې زده كړې سره اخلاقي لارښوونه شامله وه۔ده ووئيل د پاكستان د تعليم په نظام كښې توازن بحالول پكار دي۔ده دا تشويش څرګند كړو چې زيات ماشومان اوس د خپل ادبي٬تاريخي او كلتوري ورثې نه خبر نه دي۔ده ووئيل تدريس يو جامع هڅه ده او بامعني اصلاحات د لارې ځوانانو كښې د شناخت او د كلتوري بيدارۍ لپاره قامي عزم ته اړتيا ده

مزید خبریں