د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان فيصل آباد كيميكل فيكټرۍ كښې د چاودنې په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان فيصل آباد كښې په كيميكل فيكټرۍ كښې د بوائلر چاودنې په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې د ه ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل صنعتي فيكټرۍ كښې رامخې ته شوې دا پیښه افسوس ناكه او زړه دړدېدونكې ده۔سيدال خان په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان فيصل آباد كښې په كيميكل فيكټرۍ كښې د بوائلر چاودنې په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې د ه ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل صنعتي فيكټرۍ كښې رامخې ته شوې دا پیښه افسوس ناكه او زړه دړدېدونكې ده۔سيدال خان په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل په دې سخت وخت كښې د غم جنو كورنيو سره ولاړ يو۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه

مزید خبریں