اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)په كيډټ كالج وانا د تعليم تر لاسه كوونكو والدين او د سوئېلي وزيرستان مشرانو د كالج دوره كړې٬د ترهه ګرو بريد نه پس پاك پوځ او د وفاقي حكومت په هڅو د كالج په بحالۍ والدين او مشرانو د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ تفصيلات له مخې په دې موقع د وانا كالج ډائرېكټر آف سټډيز ووئيل په كيډټ كالج وانا بريد په اصل …
وانا كيډټ كالج كښې د تعليم تر لاسه كوونكو والدين او د سوئېلي وزيرستان مشرانو د كالج دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)په كيډټ كالج وانا د تعليم تر لاسه كوونكو والدين او د سوئېلي وزيرستان مشرانو د كالج دوره كړې٬د ترهه ګرو بريد نه پس پاك پوځ او د وفاقي حكومت په هڅو د كالج په بحالۍ والدين او مشرانو د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ تفصيلات له مخې په دې موقع د وانا كالج ډائرېكټر آف سټډيز ووئيل په كيډټ كالج وانا بريد په اصل كښې د وزيرستان او پاكستان بچو په خوبونو او تعليم بريد ؤ ٬د وانا كيډټ كالج پرنسپل ووئيل د آپرېشن نه پس د كورنيو چارو وفاقي وزير په هنګامي دوره د وانا كيډټ كالج ته راغلے ؤ ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير اعلان كړے چې كالج به د وړاندې نه ډېر ښه جوړ كړې شي۔ده ووئيل 18م بدلون كښې تعليم صوبائي حكومت ته سپارلے شوے ٬د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت كوم هم نمائنده زمونږ سره رابطه نه ده كړې۔په دې موقع د سوئېلي وزيرستان مشرانو ووئيل د وانا په كيډټ كالج د شوي افسوس ناك بريد بشپړه غندنه كوو٬مونږ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او نورو ټولو امنيتي ځواكونو اهلكارو مننه كوو٬ هغوي ووئېل پاك پوځ په لويه بهادرۍ زمونږ ماشومان په حفاظت سره مونږ ته سپارلي ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی دلته دوره كړې او نه يې د افسوس څرګندونه كړې٬ هغوي ووئېل مونږ د كوز وزيرستان قبائېل په دې خبره د افسوس څرګندونه كوو











