د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنو كښې د امن كمېټۍ په دفتر د فتنه الخوارج بريد وغندلو

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بنو سيمه كښې د امن كمېټۍ په دفتر د فتنه الخوارج بريد غندنې كولو سره په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔۔د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهه ګرۍ دا بزدلانه كاروائي امن او استحكام ته د …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بنو سيمه كښې د امن كمېټۍ په دفتر د فتنه الخوارج بريد غندنې كولو سره په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔۔د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهه ګرۍ دا بزدلانه كاروائي امن او استحكام ته د زيان رسولو ناوړه هڅه وګرځوله ٬ ده ووئېل فتنه الخوارج دا ډول بزدلانه كاروائيو سره د اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي۔محسن نقوي ووئيل قام او رياست د امن دښمن په وړاندې يو موټے ولاړ دي۔دغسې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په حق رسېدلېو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں