د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د فلپائن خارجه چارو سېكرټري سره ملاقات

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د فلپائن خارجه چارو سېكرټري سره برسلز كښې ملاقات كړے دے ۔د خارجه دفتر له مخې د جمعې په ورځ برسلز كښې څلورم اروپائي ائتلاف انډو پيسيفك وزارتي فورم په موقع د خارجه چارو سېكرټري تهريساپي لازارو سره شوي ملاقات كښې دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو او د لا شريكې مرستې …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د فلپائن خارجه چارو سېكرټري سره برسلز كښې ملاقات كړے دے ۔د خارجه دفتر له مخې د جمعې په ورځ برسلز كښې څلورم اروپائي ائتلاف انډو پيسيفك وزارتي فورم په موقع د خارجه چارو سېكرټري تهريساپي لازارو سره شوي ملاقات كښې دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو او د لا شريكې مرستې د موقعو او امكانات جاج واخست۔ډلو د ملګرو ملتونو او نورو ګڼ اړخيزه فورمز په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او د يو بل د اميدارو د مرستې د لارې او نزدې رابطه كښې د پاتې كېدو لپاره يې د خپل عزم پخلے وكړو

مزید خبریں