واشنګټڼ۔ 21 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په ټروته سوشل اكاوئنټ په اے آئي جوړه كړې يوه ويډيو پوسټ كړه چې پكښې هغه د پرتګال فټ بال لوبغاړي كرسټينا رونالډو سره په فټ بال كولو ښودلے كېږي۔ د العربيه تر مخه ويډيو كښې ښودلې شوي چې ټرمپ په سپينه ماڼۍ كښې د النصر كپتان سره فټ بال كوي ۔ ترمپ په ويډيو كپشن كښې وليكل چې …
ډونلډ ترمپ په سپينه ماڼۍ كښې د كرسټينا رونالډو سره د فټ بال كولو اے آئي ويډيو پوسټ كړه

مزید خبریں
واشنګټڼ۔ 21 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په ټروته سوشل اكاوئنټ په اے آئي جوړه كړې يوه ويډيو پوسټ كړه چې پكښې هغه د پرتګال فټ بال لوبغاړي كرسټينا رونالډو سره په فټ بال كولو ښودلے كېږي۔ د العربيه تر مخه ويډيو كښې ښودلې شوي چې ټرمپ په سپينه ماڼۍ كښې د النصر كپتان سره فټ بال كوي ۔ ترمپ په ويډيو كپشن كښې وليكل چې رونالډو يو عظيم سړے دے ٬ ما په سپينه ماڼۍ كښې ده سره په ليدلو ښه محسوس كړل ٬ ډېر دانا او زبردست۔ دا هغه وخت رامخې ته شوي چې كله صدر ټرمپ په دې اوونۍ كښې د سعودي پلاوي سره خپل ملاقاتونه تر سره كړل۔ په دغې ملاقاتونو كښې د النصر كپتان كرسټينا رونالډو هم شامل وو۔ د پرتګال ستوري د شورو په ورځ په انسټا ګرام اكاونټ د صدر پوسټ كړي د مننې پېغام پېروۍ كولو سره د مېلمستيا په اړه د هغه مننه وكړه۔ په فوټېج كښې هغه د ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ كښې د خپلې كور ودانې جارجينا روډريګر سره هم ښودلے شوے۔ ياد دې وي رونالډو د سعودي ولي عهد سره د امرېكې دورې په مهال د هغه په پلاوي كښې شامل وو۔ د امرېكې صدر د پلاوي په درناوي مكښې مېلمستيا وركړه چې پكښې نامتو تجار ايلون مسك هك ګډون وكړو۔











