د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې د پاكستان وړومبې نړيواله حسن قرآت مقابله به په 24م نومبر كېږي

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې د پاكستان وړومبې نړيواله حسن قرآت مقابله به په 24م نومبر پاسلام آباد كښې پېل كېږي ٬ كومه به جې تر 29 نومبر روانه وي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل د او آئي سي 57 غړو هېوادونه به قرأت او د حفاظ کرام په مقابله كښې برخه اخلي٬ …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې د پاكستان وړومبې نړيواله حسن قرآت مقابله به په 24م نومبر پاسلام آباد كښې پېل كېږي ٬ كومه به جې تر 29 نومبر روانه وي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل د او آئي سي 57 غړو هېوادونه به قرأت او د حفاظ کرام په مقابله كښې برخه اخلي٬ بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكي حفاظ و قرأء ترمېنځه په مختلف کيټګريز كښې مقابلې به تر څلورو ورځو روانې وي او په مقابله كښې اول٬ دوېم او درېم پوزيشن قرأٶ ته به په 29 نومبر انعامونه وركولې شي ۔ ده ووئيل په نړيواله كچه به 4 قرأ د ججز وظيفه ترسره كوي او قاري سيد صداقت غلي به چيف جج وي۔ وياند ووئيل دا مقابلې به په پاکستان كښې په ديني او مذهبي منظرنامه كښې يو سنګ ميل ثابت شي چې مقصد ئې د قرآن حکيم ترويج، د ديني اقدارو وده او د قرآني علومو ډاډګيرنه كول دي۔

مزید خبریں