باكو۔20نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خبرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ د آزربائيجان حكومت په بلنه د ډي ايټ ميډيا فورم كښې ګدون لپاره نن د زيارت په ورځ باكو ته ورسېد۔په حېدر علېوف هوائي مېدان باكو كښې د آزربائيجان د ميډيا ډوېلپمنټ ايجنسۍ ايګزېكټيو ډائرېكټر احمد اسماعېليوف د اطلاعات وفاقي وزير هر كلے وكړو۔ په آزربائيجان كښې د تابيا شوي ډي ايټ فورم موضوع ٬٬ مباحثې ٬ …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ په ډي ايټ فورم كښې ګډون لپاره باكو ته ورسېد٬ هوائي مېدان د آزربائيجان د مېډيا ډوېلپمنټ ايجنسۍ ايګزېكټيو ډائرېكټر احمد اسماعليوف لخوا هر كلے

مزید خبریں
باكو۔20نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خبرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ د آزربائيجان حكومت په بلنه د ډي ايټ ميډيا فورم كښې ګدون لپاره نن د زيارت په ورځ باكو ته ورسېد۔په حېدر علېوف هوائي مېدان باكو كښې د آزربائيجان د ميډيا ډوېلپمنټ ايجنسۍ ايګزېكټيو ډائرېكټر احمد اسماعېليوف د اطلاعات وفاقي وزير هر كلے وكړو۔ په آزربائيجان كښې د تابيا شوي ډي ايټ فورم موضوع ٬٬ مباحثې ٬ مرستې او سيمه ايزې هم غږۍ ته وده وركول ده ٬ په ډي ايټ مېډيا فورم كښې د پاكستان پشمول آزربائيجان ٬ بنګله دېش ٬ مصر٬ انډونېشيا ٬ نائجېريا او د تركيه د مېډيا پوهان او پاليسي ساز ګدون كوي۔ فورم كښې به د ډي ايټ هېوادونو تر مينځه د هم هږۍ پېدا كولو ٬ د تجربو يو بل سر شيئر كولو او د شرېكې مرستې نورې موقعې وركولې شي۔ د اطلاعات وفاقي وزير په فورم كښې د پاكستان نمائندګي كوي او په مېډيا فورم كښې د مېډيا مرستې ٬ د حقائقو تر مخه رپورټنګ ٬ د ډيجېټل مېډيا څانګې په شريكه تګلاره به د پاكستان موقف وړاندې كوي۔ د دورې په مهال به د اطلاعات وزير د ډي ايټ سېكرټري جنرل د غړو هېوادونو د اطلاعات وزيرانو ٬ د مېډيا مشرانو او د مختلف نړيوالو پوهانو سره ملاقاتونه هم كوي ۔ دغسې د وفاقي وزير عطا الله تارړ او د آزربائيجان پرېذېډېنشل ايډمنسټرېشن كښې د خارجه چارو مشر حكمت حاحيوف تر مينځه ملاقات به هم كېږي او د سركاري ټي وي دوره به هم كوي۔۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو تر مينځه د شريېكې مرستې مخ په وړاندې بوتللو پشمول د مېډيا مرستې په اړه به اړېكې نوي دور ته د بوتللو په چارو هم خبرې كېږي۔











