پېرس۔ 21 نومبر (اے پي پي) فرانس په سوئېلې لبنان د اسرائيل بريدونو كښې په شدت اندیښنه ښكاره كولو سره د اسرائيل پوځ څخه د سوريه د خود مختارۍ او د سيمه ايزې سلامتيا د احترام كولو غوښتنه كړې ده ۔ د العربيه تر مخه د فرانسوي خارجه وزارت وياند پاسكل كونفارو ووئېل د دوي هېواد د اسرائيل پوځ څخه د ګوالان د غرونو نه په شا كېدو او د …
فرانس په لبنان د اسرائيل بريدونو كښې په شدت اندېښنه ښكاره كړه ٬ اسرائيل څخه د سوريه خود مختارۍ او سلامتيا د احترام غوښتنه

مزید خبریں
پېرس۔ 21 نومبر (اے پي پي) فرانس په سوئېلې لبنان د اسرائيل بريدونو كښې په شدت اندیښنه ښكاره كولو سره د اسرائيل پوځ څخه د سوريه د خود مختارۍ او د سيمه ايزې سلامتيا د احترام كولو غوښتنه كړې ده ۔ د العربيه تر مخه د فرانسوي خارجه وزارت وياند پاسكل كونفارو ووئېل د دوي هېواد د اسرائيل پوځ څخه د ګوالان د غرونو نه په شا كېدو او د سوريه د سيمه ايزې سلامتيا د احترام غوښتنه كوي۔ هغه په سوئېلې لبنان د اسرائيل بريدونو كښې په شدت راتللو د خپل هېواد د اړخه هم اندیشنه ښكاره كړه۔ وياند ووئېل مونږ په سوئېلې لبان د اسرائيل په بريدونو كښې په شدت راتللو اندیښنه لرو او مونږ د اسرائيل د بريدونو غندنه كوو ٬ جې پكښې عام وګري وژلے كېږي۔ پاسكل كونفارو زياته كړه په 27 نومبر 2024 تر سره شوې د جنګ بندۍ لو ظنامې مرستې لپاره د فرانس موقف واضحه دے او د دې د احترام ضرورت دے











