د ولي عهد د اړخه د امرېكې صدر ته د مننې پېغام

رياض/ واشنګټن۔21 نومبر (اے پي پي) ولي عهد و وزيراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز ين سعود د واشنګټن نه د روانېدو سره د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په نامه د مننې پېغام روان كړے دے۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان دې پېغام كښې ووئېل ستاسو د هېواد نه په رخصتېدو زه په دې وئېلو حوشحالي محسوسوم چې ما او زما د پلاوي …

رياض/ واشنګټن۔21 نومبر (اے پي پي) ولي عهد و وزيراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز ين سعود د واشنګټن نه د روانېدو سره د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په نامه د مننې پېغام روان كړے دے۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان دې پېغام كښې ووئېل ستاسو د هېواد نه په رخصتېدو زه په دې وئېلو حوشحالي محسوسوم چې ما او زما د پلاوي په زړه پورې هے كلے او مېلمستيا وكړې شوه ٬ زه په دې د زړه له كومي ستاسو مننه كوم۔ ولي عهد د صدر ټرمپ په نامه خپل پېغام كښې ووئېل ستاسو سره شوې رسمې خبرې يو ځل بيا د تاريخي او مضبوطې سټرېټېجك شراكت دارۍ د پوخوالي تصديق كړے دے ٬ كومه چې زمونږ دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې كوي او د كومې چې د خاردم الحرمېن شريفين او ستاسو په مشرتابه كښې په هر مېدان كښې د لا قوي كولو شريكه خوښي لرلې شي۔ هغه ووئېل زه ستاسو لپاره د غوره صحت او دائمې سعادت دعا كوم او د امرېكې اولس لپاره د پرمختګ و خوشحالۍ د پرله پسې كاميابيو تمنا لرم۔