وزيراعظم محمد شهباز شريف د قامي ايئر لائن نجكارۍ په اړه ټول پړاؤنه په تندۍ او سپيځلې ډول د بشپړولو امر

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قامي ايئر لائن نجكارۍ په اړه ټول پړاؤنه په تندۍ او سپيځلې ډول د بشپړولو امر كړے دے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز (پي آئي اے)چارو مهمه غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې شوې۔په غونډه كښې …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قامي ايئر لائن نجكارۍ په اړه ټول پړاؤنه په تندۍ او سپيځلې ډول د بشپړولو امر كړے دے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز (پي آئي اے)چارو مهمه غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې شوې۔په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد خان چيمه٬د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزيب٬د وزيراعظم د نجكارۍ صلاحكار محمد علي او اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔وزيراعظم د قامي ايئر لائن نجكارۍ په اړه ټول پړاؤنه په تندۍ او سپيځلې ډول د بشپړولو٬پي آئي اے فيلټ كښې د پرواز وړ الوتكو شمېره زياتولو لپاره د تګلارې جوړولو او د پي آئي اے پروازونو په وخت روانول د باوري كولو امر وكړو ۔په غونډه كښې د پي آئي اے نجكارۍ او په دې اړه په بزنس پلان تفصيلي بريفنګ وركړے شوے چې پكښې ووئېل شول د پي آئي اے نجكارۍ په اړه 4 پارټيز پري-كواليفائي كړې ده ٬ډېر زر به د پي آئي اے نجكارۍ په اړه بډنګ اوشي٬ د پي آئي اے د 75 فيصد شيئرز به نجكاري اوشي٬نجكارۍ په اړه دا شرط اېښودلے شوے چې د نجكارۍ نه پس به د پي آئي اے نامه او د دې تهيم نه بدليږي۔بزنس پلان له مخې 2029 كښې به د پي آئي اے فليټ كښې د پروازونو وړ الوتكو شمېره د 18 نه تر 38 كولې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شول دا مهال قامي ايئر لائن د 30 څخه زياتو ښارونو كښې سروس وركوي٬ د بزنس پلان له مخې به تر كال 2029 د پي آئي اے سروسز تر 40 څخه زياتو ښارونو ته پراخه كولې شي۔

مزید خبریں