نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ناټو سيكرټري جنرل مارك روټے سره ملاقات٬ د شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د نزدې رابطې او مرستې جاري ساتلو عزم

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ناټو سيكرټري جنرل مارك روټے سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او ناټو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې٬سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ډلو د امن او سلامتيا٬ د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو ٬ په موسمياتي بدلون او په رامخې ته شوو چېلنجونو …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ناټو سيكرټري جنرل مارك روټے سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او ناټو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې٬سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ډلو د امن او سلامتيا٬ د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو ٬ په موسمياتي بدلون او په رامخې ته شوو چېلنجونو د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ناټو سېكرټري جنرل مارك روټے سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار ستائېلو سره د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د قربانو او هڅو اعتراف وكړو ۔هغه ووئيل پاكستان نړيوال او سيمه ايز امن لپاره مهم كردار ادا كړے دے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په دې موقع سوئېلي آسيا كښې امن او د استحكام ودې لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔ ده ووئېل پرامن ماحول لپاره تعميري خبرې او شراكتداري ضروري ده۔ډلو پاكستان او د ايټو ترمينځه په شريكه ګټه د اډانه شراكتداري قوي كولو٬ د شريكو چېلنجونو مخ نيوي او د سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام ته ودې لپاره نزدې رابطې او مرستې جاري ساتلو له دخپل عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں