اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سلطنت عمان قيادت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي د عمان د روښانه تاريخ ورځ هېواد له د اتحاد، استحكام او ځالانده سباٶن مضبوط بنياد وركوي۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د عمان ولوله لرونكے قيادت او زيركتيا سلطنت …
وفاقي وزير محسن نقوي د سلطنت عمان قيادت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سلطنت عمان قيادت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي د عمان د روښانه تاريخ ورځ هېواد له د اتحاد، استحكام او ځالانده سباٶن مضبوط بنياد وركوي۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د عمان ولوله لرونكے قيادت او زيركتيا سلطنت عمان د ترقۍ او خوشحالي تر لوړې كچې رسوي۔ ده ووئيل د عمان معاشي پيشرفت او جديد انفراسټركچر د هېواد پائيدار وژن او د پرمختيائي عزم واضحه عكس دے٬ ده ووئېل د پاكستان او عمان اړيكې په شريك باور، مشتركه اقدارو او د اوږدې مودې په كلتوري روابطو جوړې يوه مضبوطه شراكت داري ده٬ ده ووئېل د پاكستان او عمان ورورولي د دوستۍ په شريك احترام او د روښانه سباون د مضبوط بنياد په توګه خپل سفر روان ساتلے دے۔











