لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د وفاقي وزير رانا قاسم نون كور ته لاړو٬د مور په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

ملتان 20 نومبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن او وفاقي وزير رانا محمد قاسم نون استوګنې ته لاړو٬ده د رانا محمد قاسم نون د مور په مړينه فاتحه خواني وكړه۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د مور د دنيا څخه رخصت كېدل يو ډېر لوي غم دے كوم چې په ټكو بيانېدې نه شي٬ د مور مقام بې مثاله …

ملتان 20 نومبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن او وفاقي وزير رانا محمد قاسم نون استوګنې ته لاړو٬ده د رانا محمد قاسم نون د مور په مړينه فاتحه خواني وكړه۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د مور د دنيا څخه رخصت كېدل يو ډېر لوي غم دے كوم چې په ټكو بيانېدې نه شي٬ د مور مقام بې مثاله او د دعاګانو سيورې د ژوند تر ټولو لويې نعمت وي٬ ده ووئېل د غم په دې سخت وخت كښې د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د وفاقي وزير رانا قاسم نون د مور بخښنې او لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔په دې موقع د توان وزير مملكت عبدالرحمان خان٬د قامي اسمبلۍ غړې عبدالقادر ګيلاني٬د قامي اسمبلۍ غړې سيد علي قاسم ګيلاني او پخوانې ايم پي اے سيد احمد مجتبی ګيلاني هم موجود وو۔

مزید خبریں