نائب وزيراعظم اسحاق ډار برسلز كښې د اروپائي ائتلاف داخله چارو او مائيګرېشن كمشنر ميګنس برنر سره ملاقات

برسلز 20 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز كښې كښې د اروپائي ائتلاف داخله چارو او د مائيګرېشن كمشنر ميګنس برنر سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په دې وروستيو كښې د پاكستان-اروپائي ائتلاف مائيګرېشن موبلټي ډائيلاګ هركلے وكړو او اروپائي …

برسلز 20 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز كښې كښې د اروپائي ائتلاف داخله چارو او د مائيګرېشن كمشنر ميګنس برنر سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په دې وروستيو كښې د پاكستان-اروپائي ائتلاف مائيګرېشن موبلټي ډائيلاګ هركلے وكړو او اروپائي ائتلاف كښې د هنرمند ليبر قانوني تګ راتګ آسانولو او د منظم كولو لپاره د “ډائيلاګ فريم ورك په “افاديت يې رڼا واچوله ۔دواړو ډلو كډه كولو او د خواري كښو تګ راتګ چارو په اړه د دوه اړخيزه مرستې زياتولو كچه وستائېله۔نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان په “ټولې لوظ نامې” د عملدرآمد باوري كولو عزم لري۔اروپائي ائتلاف كمشنر ميګنس برنر د غېر قانوني هجرت مخ نيوي لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔دواړو ډلو د “پاكستان-اروپائي ائتلاف ټيلنټ پارټنرشپ روډ ميپ”د لارې د غېر قانوني هجرت مخ نيوي او د قانوني لارې فعاله كولو ملاتړ او د معاونت پخلے وكړو ۔خارجه سېكرټري آمنه بلوچ او د اروپائي ائتلاف٬بيلجيئم او لكسمبرګ لپاره د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي هم د ملاقات په مهال موجود ؤ ۔

مزید خبریں