خاص كسان د ټولنې روښانه مخ دے ٬ د هېواد پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني

ملتان 20 نومبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي ملتان پنځه زره كاله پخوانے ښار دے چرته چې رواداري٬امن او د انسانيت خذمت روايتونه نن هم قائم دي۔ده ووئيل مشنری سكول كښې مې تعليم ترلاسه كړے او د دې ټول استاذان مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكې وو كوم چې د دې ښار د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ثبوت دے۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا …

ملتان 20 نومبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي ملتان پنځه زره كاله پخوانے ښار دے چرته چې رواداري٬امن او د انسانيت خذمت روايتونه نن هم قائم دي۔ده ووئيل مشنری سكول كښې مې تعليم ترلاسه كړے او د دې ټول استاذان مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكې وو كوم چې د دې ښار د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ثبوت دے۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګیلاني ووئيل يو وخت ؤ چې ميرمنو ته د تصوير والا شناختي كارډ جوړولو هم اجازه نه وه٬خو بينظيرانكم سپورټ پروګرام په لاكهونو ميرمنو ته پیژندګلي٬مالي تحفظ او خپلواكه وركړه ٬ او نن دا ميرمنې د خپلې كورنۍ كفالت كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په خاص كسانو سوسائټۍ د وهيل چيئر وېشلو په مهال كړې۔سيد يوسف رضا ګېلاني د ملګرو ملتونو مننې كولو سره ووئېل زلزلو او د سيلاب پشان آفتونو كښې نړيوالو ادارو تل د پاكستان مرسته كړې۔لنډ مهاله صدر ووئيل د انسانيت اصل پیغام دا دے چې تاسو هغو لپاره كار وكړۍ څوك جې تاسو ته په بدل كښې هېڅ هم نه دركوي ۔ د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د وېنا په مهال ګډون كوونكو د سوئېلي پنجاب جلا صوبې غوښتنې كوللې٬ په دې سيد يوسف رضا ګیلاني ووئېل زه وړومبے لارښود يم چا چې پنجاب اسمبلۍ٬قامي اسمبلۍ او سينيټ څخه د جلا صوبې قرارداد منظور كړے۔ده ووئيل سوئېلي پنجاب تش د صوبې نوم نه دے بلكې دې ته جلا اسمبلۍ٬ جلا وزيراعلٰی٬جلا ګورنر٬جلا بجټ او اين ايف سي ايوارډ او د سينيټ نمائندګۍ كښې بشپړه برخه وركول پكار ده ۔سيد يوسف رضا ګیلاني ووئيل زمونږ حكومت كښې سوئېلي پنجاب لپاره 34 فيصد(پي ايس ډي پي)بجټ مختص كړے شوے ؤ چې له مخې يې پوهنتونونه٬كالجزونه٬پلونه٬بائي پاس او اړوندې پرمختيائي پروژې بشپړې كړې شوې دي۔ده ووئيل 99 فيصد خلق مونږ له روزګار لپاره راځي او د روزګار مستقل حل يوازې نوې صوبې جوړول دي۔دستورې په مهال سيد يوسف رضا ګېلاني د سوسائټۍ فار اسپيشل پرسنز(ايس ايس پي)خذمات هم وستائېل۔دستورې په اختتام سيد يوسف رضا ګېلاني اسپشل پرسنز له وهيل چيئر وركړل۔

مزید خبریں