اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وفاقي آئيني عدالت د نګران حكومت په دور كښې تعينات ملازمين اخوا كولو په ضد د خېبرپښتونخوا حكومت ته نوټس جاري كړے دے۔جسټس حسن اظهر رضوي په مشرۍ كښې د وفاقي آئيني عدالت دوه كسيز بينچ د زيارت په ورځ سماعت وكړو۔مقدمه كښې وكيل خوشحال خان عدالت ته ووئيل د نګران حكومت په دور كښې د دوي موكل ټولې قانوني تقاضې پوره كولو نه …
وفاقي آئيني عدالت د خېبرپښتونخوا ملازمين اخوا كولو كيس كښې حكومت ته نوټس جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وفاقي آئيني عدالت د نګران حكومت په دور كښې تعينات ملازمين اخوا كولو په ضد د خېبرپښتونخوا حكومت ته نوټس جاري كړے دے۔جسټس حسن اظهر رضوي په مشرۍ كښې د وفاقي آئيني عدالت دوه كسيز بينچ د زيارت په ورځ سماعت وكړو۔مقدمه كښې وكيل خوشحال خان عدالت ته ووئيل د نګران حكومت په دور كښې د دوي موكل ټولې قانوني تقاضې پوره كولو نه پس بهرتي شوے ؤ خو موجوده منتخب حكومت په اقتدار كښې راتللو نه پس ملازمين اخول كړل ۔جسټس حسن اظهر رضوي ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت د ملازمينو اخوا كولو لپاره صوبائي اسمبلۍ څخه قانون منظور كړے كوم چې “خېبرپښتونخوا ملازمين برطرفۍ ايكټ 2025” په نامه پیژندلے كيږي۔عدالت پوښتنه وكړه چې د موجوده ملازمين بنياد په نوې قانون دے يا په پالېسۍ٬ په كوم چې ووئېل شول د ټاكلي حكومت اقتدار كښې د راتللو سره يوه نوې پالېسي جوړه كړه۔دغسې عدالت د لا سماعت لپاره ايجوكېشن محكمې او د خېبرپښتونخوا ايډووكيټ جنرل ته هم نوټسز جاري كړل ۔











