ميټا آسټريليا كښې د 16 كاله نه كم عمر صارفين د فېس بك او انسټا ګرام نه د اخوا كولو اعلان

سډني۔ 20 نومبر (اے پي پي) ټېكنالوجي كمپنۍ ميټا اعلان كړے دے چې په آسټرېليا كښې د 16 كاله نه كم عمر صارفين به د دسمبر 4 نېتې نه د فېس بك او انسټاګرام نه اخوا كولې شي۔ د اے ايف پي تر مخه د آسټرېليا حكومت د كم عمر كسانو په سوشل ميډيا كارولو سخت بندېزونه لګونكے دے۔ په آسټرېليا كښې به د 10 دسمبر نه نوے قانون نافذ …

سډني۔ 20 نومبر (اے پي پي) ټېكنالوجي كمپنۍ ميټا اعلان كړے دے چې په آسټرېليا كښې د 16 كاله نه كم عمر صارفين به د دسمبر 4 نېتې نه د فېس بك او انسټاګرام نه اخوا كولې شي۔ د اے ايف پي تر مخه د آسټرېليا حكومت د كم عمر كسانو په سوشل ميډيا كارولو سخت بندېزونه لګونكے دے۔ په آسټرېليا كښې به د 10 دسمبر نه نوے قانون نافذ كېږي د كوم تر مخه به چې فېس بك٬ انسټا ګرام او ټاك ټاك پشمول د هر سوشل ميډيا پلېټ فارمز لپاره دا لازم وي چې هغوي د 16 كاله نه د كم عمر صارفين د خپل پلېټ فارمز نه اخوا كړي٬ په داسې نه كولو به د اړوندو په ضد لويې جرمانې غائد كولې شي۔