په دبئ هوائي اډه په تېرو دريو مياشتو كښې د 2۔24 مېلين مسافرو تك راتګ رېكارډ شو

دبئ۔ 20 نومبر (اے پي پي) د نړۍ مصروف مركز دبئ په هوائي اډه په 65 كلنه تاريخ كښې سږ كال په تېرو دريو مياشتو كښې تر ټولو زيات ټرېفك رېكارډ كړے شو۔ د وام تر مخه د جولائي نه تر ستمبر 2025 پورې د 2۔24 مېلين مسافرو هر كلے وكړے شو كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 9۔1 فيصد زيات دي۔ د سږ كال په وړومبو انهه …

دبئ۔ 20 نومبر (اے پي پي) د نړۍ مصروف مركز دبئ په هوائي اډه په 65 كلنه تاريخ كښې سږ كال په تېرو دريو مياشتو كښې تر ټولو زيات ټرېفك رېكارډ كړے شو۔ د وام تر مخه د جولائي نه تر ستمبر 2025 پورې د 2۔24 مېلين مسافرو هر كلے وكړے شو كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 9۔1 فيصد زيات دي۔ د سږ كال په وړومبو انهه مياشتو كښې د مسافرو ټوله شمېره 1۔70 مېلين ته ورسېده ٬ كومه چې د تېر كال په مقابل كښې 1۔2 فيصد زياته ده۔دغسې د دبئ ائير پورټ خپل قوي آپړېشنل كاركردګي هم برقرار ساتلې ده او 1 لاكه 15 زره پروازونه رېكارډ كړے شوي ٬ د الوتكې په سر 213 مسافر اوسط جوړېږي ٬ د سېكيورټي او مسافرو پروسېسنګ ټائمنګ هم ډېر كم لګېدلے ٬ په روانو شوو مسافرو كښې د 6۔99 فيصد په كلېئرنس د 10 منټه نه هم لږ وخت لكېدلے او د سېكيورټي چيكنګ په مهال 7۔99 فيصد مسافر د 5 منټو نه په لږ وخت كښې كلئير كړے شوي دي