واشنګټن۔ 20 نومبر (اے پي پي) د فلسطين صدر محمود عباس د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان هغه موقف د قدر وړ ګرځولے دے د كوم چې هغه په سپينه ماڼې كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې بيا توثيق وكړو۔ د العربيه تر مخه د فلسطين صدر محمود عباس د سعودي جراتي او واضحه موقف ستائېلے دے ٬ كوم چې عمر له د فلطسين اولس …
د فلسطيني اولس د حقونو دفاع لپاره د سعودي عرب ښكاره موقف د قدر وړ دے٬ محمود عباس

مزید خبریں
واشنګټن۔ 20 نومبر (اے پي پي) د فلسطين صدر محمود عباس د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان هغه موقف د قدر وړ ګرځولے دے د كوم چې هغه په سپينه ماڼې كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې بيا توثيق وكړو۔ د العربيه تر مخه د فلسطين صدر محمود عباس د سعودي جراتي او واضحه موقف ستائېلے دے ٬ كوم چې عمر له د فلطسين اولس د حقونو دفاع كښې د ثابت قدمې ٬ استقامت او د مستقل مزاجۍ علامت پاتي دے۔ دا د فلسطين د قانوني او قامي حق تحفظ لپاره د سعودي عزم په مضبوطيا سره ظاهروي۔ دې سره محمود عباس د خادم حرمېن شريفېن شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرتابه كښې د سعودي د هلو ځلو ستائنه وكړه د كومو مقصد چې دوه رياستي حل ته عملي شكل وركول دي۔ ځكه چې هم دا حل د امن راوستو بنيادي لاره ده ٬ كومه چې د فلسطين اولس د سباون ٬ د هغوي د تاريخي حقونو او د مقدس ځايونو تحفظ باوري كوي۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د فلسطين رياست به خپله بشپړه هم غږي ٬ نزدې رابطې او پرله پسې مشاورت د سعودي عرب سره روان ساتي ٬ دغسې چې مشرقي بېت المقدس پايه تخت جوړولو سره د فلسطين رياست جوړولو هدف سر كړے شي۔











