اروپائي ائتلاف د غزه پټۍ كښې 3 زره پوليس اهلكارو ته د تربيي وركولو اعلان

برسلز۔20نومبر(اے پي پي)اروپائي ائتلاف وئېلي دي مونږ به د غزه پټۍ كښې درې زره پوليس اهلكارو له تربيه وركوو۔ د العربيه تر مخه عهدېدار د خپل شناخت نه څرګندوولو په شرط ووئېل په غزه كښې استحكام ساتلو لپاره به د لويې پوليس فورس ضرورت وي۔ د عهدېدار تر مخه نزدې 7 زره پوليس اهكار غزه كښې د فلسطين اتهارټي نه تنخواګانې تر لاسه كوي چې پكښې زياتره ريټائرډ كړے شوي …

برسلز۔20نومبر(اے پي پي)اروپائي ائتلاف وئېلي دي مونږ به د غزه پټۍ كښې درې زره پوليس اهلكارو له تربيه وركوو۔ د العربيه تر مخه عهدېدار د خپل شناخت نه څرګندوولو په شرط ووئېل په غزه كښې استحكام ساتلو لپاره به د لويې پوليس فورس ضرورت وي۔ د عهدېدار تر مخه نزدې 7 زره پوليس اهكار غزه كښې د فلسطين اتهارټي نه تنخواګانې تر لاسه كوي چې پكښې زياتره ريټائرډ كړے شوي دي او يا د كار كولو جوګه نه دي۔ خو نزدې 3 زره كسان د تربيي جوګه دي ۔ د تربيتي پروګرام تابيا د غزه نه بهر به كولې شي ۔ اروپائي ائتلاف د كال 2006 نه مغربي غاړه كښې د پوليس تربيي مشن لپاره فنډنګ كوي ٬ د دې بجټ نزدې 3۔1 كروړ يورو دے ۔ د اروپائي ائتلاف خارجه وزيران به نن برسلز كښې په دې اړه غور كوي او هم په دې ورځ به د فلسطين لپاره د عطيه وركوونكو هېوادونو كانفرنس هم برسلز كښې كېږي چې پكښې به نزدې 60 پلاوي ګدون كوي۔