ملتان ۔ 19 نومبر (اے پي پي) د ملتان د ايوان صنعت او تجارت پخواني صدر خواجه محمد حسېن وئېلي دي د پاكستان افغانستان سرحد بندبدو څخه به دواړو اړخو ته تجارتي زيان اوشي خو پاكستان د دې د مقابلې كولو صلاحيت لري او افغانستان به وځپلے شي۔ يو بيان كښې هغه ووئېل د پاكستان او افغانستان تر مينځه تجارت كښې د تېرو دوو كالو په مهال كمے زياتے تر …
د پاك افغان پولې تړلې كېدو څخه به دواړو اړخو ته تجارتي زيان كېږي ٬ خواجه محمد حسېن

مزید خبریں
ملتان ۔ 19 نومبر (اے پي پي) د ملتان د ايوان صنعت او تجارت پخواني صدر خواجه محمد حسېن وئېلي دي د پاكستان افغانستان سرحد بندبدو څخه به دواړو اړخو ته تجارتي زيان اوشي خو پاكستان د دې د مقابلې كولو صلاحيت لري او افغانستان به وځپلے شي۔ يو بيان كښې هغه ووئېل د پاكستان او افغانستان تر مينځه تجارت كښې د تېرو دوو كالو په مهال كمے زياتے تر نظره شوے۔ په كال 2023 كښې د پاكستان افغانستان ته برآمدات 96 كروړ 90 لاكه ډالره وو او دغه جحم په 2024 كښې تر 1 ارب 14 كروړ ډالر رسېدلے ؤ ۔ د پاكستان په برآمدات كښې زياتره خوراك ٬ داروګان٬ رخت او د ودانۍ څيزونه شامل وو۔ بل پلو د افغانستان نه پاكستان ته په 2023 كښې د 88 كروړ دالر درآمدات راغلي وو۔ كوم چې په كال 2024 كښې په كمېدو 56 كروړ 60 لاكه ډالر پاتي شول۔ په درآمدي څيزونو كښې سكاره٬ معدنيات ٬ اوچه مېوه او څرمنې شاملې وې۔هغه ووئېل پاكستان د كال نزدې د 32 ارب ډالر افغان ټرانزټ ټريډ هم منظم كوي۔ هغه ووئېل د يو راپور تر مخه د دواړو هېوادونو تر مينځه د رسمي تجارت سره غېر رسمي تجارت هم ډېر مضبوط دے چې پكښې د 2 نه 3 اربه ډالرو څيزونه افغانستان ته لېږلې شي او د افغانستان نه اضافي د 1 نه تر 2 ارب ډالر درآمدات راځي۔











