د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ او د بي آئي ایس پي مشرې سینیټر روبینه خالد په مشرۍ كښې غونډه

اسلام آباد۔19نومبر (اے پي پي) د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ او د چیئرپرسن بي آئي ایس پي سینیټر روبینه خالد د شورو په ورځ د بي آئي ایس پي هیډ کوارټر كښې د يوې اعلیٰ غونډې مشري وكړه چې پكښې سوشل پروټیکشن والیټ فعاله كولو لپاره د وړيا سمز اجراء او ګرډ هېواد كښې د وېشلو جاج واغستلے شو ۔ غونډه كښې …

اسلام آباد۔19نومبر (اے پي پي) د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ او د چیئرپرسن بي آئي ایس پي سینیټر روبینه خالد د شورو په ورځ د بي آئي ایس پي هیډ کوارټر كښې د يوې اعلیٰ غونډې مشري وكړه چې پكښې سوشل پروټیکشن والیټ فعاله كولو لپاره د وړيا سمز اجراء او ګرډ هېواد كښې د وېشلو جاج واغستلے شو ۔ غونډه كښې سیکرټري بي آئي ایس پي عامر علی احمد، ایډیشنل سیکرټري ډاکټر عصمت نواز او ټولو ډائریکټر جنرلز ګډون وكړو ۔ چارواكو وفاقي وزیر ته بریفنګ وركړو چې د پائلټ فیز په زړه پورې ډاډ ګېرنه شوې ،يوازې په دوو ورځو كښې 22,000 وړيا سمونه وېشلثې شوي ۔ ټول هېزاد كښې د 10.6 ملین سمز وركولو هدف لرو ۔ چارواكو وفاقي وزیر خبر كړو چې د مېرمنو اختیار منده جوړولو، مالي شمولیت او ډیجیټل بدلون په اړه دا تر ټولو لويو نړيوالو مشقونو كښې يو دے ۔ په دې خبره هم رڼا واچولې شوه چې سټیټ بینک آف پاکستان په مرسته اوس به د مستفید کېدونكو سره مکمل انټرآپریبلټي يو انفرادي بینک اکاونټ هم وي چې ورسره به د كوم هم پارټنر بینک چینل نه د روپو ويستلو سهولت او مالیاتي رسائي كښې ښكاره زياتوالے راشي ۔ دغسې ټولو مېرمنو له مشوره وركړې شوې جې تر 31 دسمبر د نزدې بي آئي ایس پي دفتر یا مخصوص کیمپ سائټ نه خپل وړيا سمونه تر لاسه كړي۔

مزید خبریں