ملتان 19 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د بشري ټولنې ښكلا او د قامونو پرمختګ او زوال كښې د تعليم كردار مهم دے، تعليم د هر انسان بنيادي ضرورت دے، كه ھغه امير وي يا غريب ٬ سړې وي كه ښځه٬ كه وكتلے شي نو په انسان او حېوان كښې فرق د تعليم په سبب دے۔ دا خبرې ده د شورو په …
د قامونو په ترقۍ او زوال كښې د تعليم كردار مهم دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
ملتان 19 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د بشري ټولنې ښكلا او د قامونو پرمختګ او زوال كښې د تعليم كردار مهم دے، تعليم د هر انسان بنيادي ضرورت دے، كه ھغه امير وي يا غريب ٬ سړې وي كه ښځه٬ كه وكتلے شي نو په انسان او حېوان كښې فرق د تعليم په سبب دے۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د نجي سكول دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال وكړې۔ ده ووئيل د تعليم ترلاسه كولو مطلب يوازې سكول، كالج او د يونيورسټۍ سند ترلاسه كول نه دي بلكې دې سره تميز او تهذيب زده كول هم شامل دي دغسې چې انسان د خپلو معاشرتي رواياتو او اقدارو خيال وساتلے شي٬ ده ووئيل تعليم ھغه كالے دے چې د انسان كردار ښائسته كوي٬ په نړۍ كښې هر څيز وېشلو سره كمېږي خو ولې تعليم داسې دولت دے چې څومره ئې وېشي دومره زياتېږي۔ ده ووئيل انسان ته د اشرف المخلوقات درجه د تعليم په سبب وركړې شوې ده










